د ښـــو اخـــلاقو فضیــلت او ښیــګڼې

لیکنه: محمد بن ابراهیم الحمد

ژباړه: انــــــدیال ساپی

ښه اخلاق په دنيا او اخرت کې د ټولنې او افرادو لپاره سترې ګټې لري، چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

۱) ښه اخلاق د الله تعالی د امر په ځای کول دي:

دغه ټول الله تعالی په دې ايت کې رايوځای کړي الله تعالی فرمايي:(( خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ الْجٰهِلِينَ )). الأعراف: ١٩٩

ژباړه: [اې پېغمبره!] د نرمۍ او بښنی لاره غوره کړه، په نيکيو امر کوه او له ناپوهانو مخ واړوه.

الله تعالی په دې ايت کې ټول غوره اخلاق راجمع کړي او د هغی په ترسره کولو يې امر کړی دی.

۲) ښه اخلاق د نبي ﷺ پېروي ده:

ابوذر رضي الله عنه د نبي ﷺ نه روايت کړی، رسول ﷺ فرمايي:«خَالِقِ النَّاسَ بِخُلُقٍ حَسَنٍ».

ژباړه: د خلکو سره ښه اخلاق ترسره کړه.

۳) ښه اخلاق د نبي ﷺ تګلاره ده:

نبي ﷺ له ټولو انسانانو څخه غوره او د پاک نفس خاوند وو ، الله تعالی فرمايي:(( لَّقَدْ كَانَ لَكُمْ فِى رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ)). الأحزاب: ٢١

ژباړه: يقينا ستاسې لپاره دنبي عليه السلام په سيرت او ژوند ليک کې د نېکۍ غوره نمونه ده

۴) ښه اخلاق ستر عبادت دی:

ځکه الله تعالی په ښو اخلاقو امر کړی دی او لويه بدله يې ورله ټاکلې ده ، کله چې مسلمان ښه اخلاق خپل کړي نو د رب تابعدار وګرځي، بيا په هر حالت کې د هغه عبادت کوي ،چې له دې امله يې ثوابونه زياتيږي, تیروتنې او خطاګانې يې کمیږي .

ښه اخلاق په ځان کې ستر عبادتونه رانغاړي ځکه صبر، حوصله ، نيکي کول او داسي نور د ښو اخلاقو څخه شمېرل کيږي چې الله تعالی يې په کولو راضي او خوښ وی.

۵) د مرتبو لوړېدل:

ښه اخلاق د مرتبې او حيثيت دلوړېدو لامل ګرځي، نبي عليه السلام فرمايي: “إِنَّ الْعَبْدَ لَيَبْلُغُ بِحُسْنِ خُلُقِهِ درجةَ الصائِم القائِم “.

ژباړه: مسلمان په ښو اخلاقو د روژه نیونکی او لمونځ کونکی درجو ته رسيږي.

۶) ښه اخلاق جنت د ننوتلو ستر لامل دی:

نبي عليه السلام فرمايي:« وأَعظم ما يُدخِل النَّاسَ الجَنَّة تَقْوَى اللهِ وحُسنُ الخُلُق».

ژباړه: تر ټولو لوړ هغه څه چې خلک جنت ته داخلوي د الله تعالی څخه وېره (تقوی) او ښه اخلاق دي.

۷) د زړونو ترلاسه کول:

ښه اخلاق زړونو د لاسته راوړلو ستر سبب دی، خپل څښتن هر نېږدې او لرې کس ته محبوب ښايي ، په ښو اخلاقو دښمن په دوست، لیری په نږدی او کينه کوونکی په مينه کوونکي بدليږي.

په ښو اخلاقو سړی خلکو ته نږدی کیږی، د دوی ټولو له رضایته برخمن کیږی، د ښو اخلاقو څښتن چې د هر چا سره کيني نو مينه ورسره کوي او د ناستې لېواله يې وي.

۸) د کارونو اسانېدل:

ښه اخلاق د کارونو او ستونزو د اسانتياو سبب ګرځي، ځکه ښه اخلاق د الله تعالی له وېرې څخه وي.

الله تعالی فرمايي:(( وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُۥ مِنْ أَمْرِهِۦ يُسْرًا)). الطلاق: ٤

ژباړه: څوک چې د الله تعالی څخه وويريږي، نو هر کار به ورته اسانه کړي.

۹) ښه اخلاق انسان د ستاينې لامل ګرځي:

خلک خپلې ژبې د ښو اخلاقو څښتنانو په صفت خوځوي، کاروانونه یې ويناوې يې له يو ځای نه بل ځای ته نقلوي.

۱۰) له ناوړه اخلاقو څخه خوندی کیدل:

د ښو اخلاقو خاوند د بدو مقابله په بدو نه کوې بلکې د هغې مقابله په مخ اړونې کوي او ځينې وخت يې مقابله په نيکۍ کوي.

او که خلکو سره د هغوی په کم عقلۍ کې ملګرتيا وکړي نو بيا د هغوی سره کوم توپير نلري او نه يې له شر څخه خوندی پاتې کيږي.

که دښو اخلاقو څخه یواځې پورتنې ګټه ترلاسه شي، نو د هرعاقل(ځیرکه) لپاره اړینه ده چې ښه اخلاق خپل کړی.

۱۱) د نبي ﷺ مجلس ته د قيامت په ورځ نېږدې کیدل:

ښه اخلاق دقیامت په ورځ نبي ﷺ مجلس ته د نېږدېوالي سبب ګرځی، فرمايي:« إِنَّ مِنْ أَحَبِّكُمْ إِلَيَّ وَأَقْرَبِكُمْ مِنِّي مَجْلِسًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَحَاسِنَكُمْ أَخْلَاقًا».

ژباړه: د قيامت په ورځ ماته ډېر ګران او زما مجلس ته له تاسې څخه نېږدې د ښو اخلاقو خاوند وي.

۱۲) د الله تعالی د مينې څخه برخه مند کېدل:

الله تعالی د ښو اخلاقو څښتنان خوښوي ، بلکې په بنده ګانو کې ورته هغه څوک ډېر ګران دی چې د ښو اخلاقو خاوند وي.

اسامه بن شريک رضي الله عنه په روايت کې وايي:”كُنَّا جُلُوسًا عِنْدَ النَّبِيِّ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – كَأَنَّمَا عَلَى رُءُوسِنَا الطَّيْرُ، مَا يَتَكَلَّمُ مِنَّا مُتَكَلِّمٌ، إِذْ جَاءَهُ نَاسٌ فَقَالُوا: مَنْ أَحَبُّ عِبَادِ اللَّهِ إِلَى اللَّهِ تَعَالَى؟ قَالَ:« أَحْسَنُهُمْ أَخْلَاقًا».

ژباړه: مونږ رسول الله ﷺ سره ناست وو داسې وو ګويا زموږ په سر چې مرغۍ ناستې وي ، هيڅ يو کس زموږ څخه خبرې نه شوې کولې چې دغه مهال څه خلک راغلل او پوښتنه يې وکړه . چې الله تعالی ته پخپلو بنده ګانو کې څوک ډېر محبوب دی؟

نو ويې فرمايل : څوک چې له دوی څخه د ښو اخلاقو څښتن وي.

په دې اړه يو شاعر وايي:

وإذا أحب الله يومًا عبدَ

ألقى عليه محبةً في الناسِ

ژباړه: کومه ورځ چې الله تعالی خپل بنده خوښ کړي نو د خلکو تر مينځ يې هم محبوب وګرځوي.

۱۳) ښه اخلاق به د قيامت په ورځ په تله کې تر ټولو درانه وي:

أبودرداء رضی الله عنه د نبي ﷺ نه روايت کوي چې ويې فرمايل :« مَا مِنْ شَيْءٍ أثْقَلُ في مِيزَانِ العبدِ المُؤْمِنِ يَوْمَ القِيَامَةِ مِنْ حُسْنِ الخُلُقِ».

ژباړه: هيڅ يو شی به د قيامت په ورځ د انسان په تله کې د ښو اخلاقو څخه درون نه وي.

۱۴) د عمر اوږدیدل،د کورونو ودانیدل او بالاخره دهیواد رغیدل:

نبي ﷺ فرمايي:«حُسْنَ الْخُلُقِ، وَحُسْنَ الْجِوَارِ، يُعَمِّرْنَ الدِّيَارَ، وَيَزِدْنَ فِي الْأَعْمَارِ».

ژباړه: ښه اخلاق او ښه ګاونډيتوب کورونه ودانوي او عمرونه زياتوي.

۱۵) ښه اخلاق داسی نيکي ده چې کله یې اغیز د مالي نيکۍ هم زيات وی:

کله له مالي احسان سره منت، او لويی ملګری شي او هم شتمن انسان ډېر ځلې له خلکو سره اړيکې نشي ساتلی.

خو مقابل کې ښه اخلاق داسې ښېګڼه ده چې د هغه سره منت او لويی نه راځي او څښتن يې له خلکو سره اړيکې ساتلی شي، څنګه چې مال په بې وزلو خلکو کې خوشالتيا پيدا کوي دغه شان ښه اخلاق هم د هر قشر خلکو په زړونو کې خوشالي پيدا کوي، سره له دی د مال ورکړه هم په نېکو او غوره اخلاقو کې راځي.

۱۶) حق ته رسېدل:

په ښو اخلاقو مناظره کوونکی خپل دليل ښکاره کوي،اود مقابل لوری په دلیل پوهیږی،پخپله کړنه او وینا حق ته د رسيدو لارښوونه کوی.

ښه اخلاق چې څنګه د مناظره کوونکي لپاره حق ته د رسېدو سبب کيږي دغه شان مناظره کېدونکي لپاره هم حق ته د رسېدو سبب ګرځي.

په دې اساس دواړه اړخونه حق ته رسي او هر يو د جنجال او د تعصب څخه ځان ساتي.

۱۷) د پوهې زياتېدل:

ښه اخلاق د انسان زړه صفا کوي، ذهن ته يې سکون بښي او له دي امله انسان د هغو علومو په ترلاسه کولو بريالی کيږي چې د ترلاسه کولو کوښښ يې کوي.

ښه اخلاق انسان د تواضع او په علمي غونډو کې د ادب د مراعتولو لور ته بلي دا هغه اسباب دي چې علم زياتوي او د هغه ادراک پياوړی کوي.

 

۱۸) د خير حاصلول:

له عبدالله بن عمر رضی الله عنه څخه روايت دی چې فرمايي:”إِنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَمْ يَكُنْ فَاحِشًا وَلَا مُتَفَحِّشًا وَكَانَ يَقُولُ: « خِيَارُكُمْ أَحْسَنُكُمْ أَخْلَاقًا».

ژباړه: نبي ﷺ نه په فطري او نه په اکتسابي توګه بې حيا وو، او هغه به ويل: په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې د ښو اخلاقو خاوند وي.

۱۹)د اټکل او تلوار له زيانه خوندي کېدل:

د ښو اخلاقو په وسيله انسان د اټکل او تلوار له ضرره سالم پاتې کيږي چې له دقت څخه کار واخلي او هر هغه څه ته نظر وکړي چې د برلاسي او زغم احتمال يې وي.

۲۰) د واجبو او مستحبو حقوقو پوره کول:

د ښو اخلاقو په وسيله انسان د کورنۍ، اولاد، خپلوانو، ملګرو، ګاونډيانو، معامله دارانو او ټولو هغو خلکو چې له ده سره ناسته ولاړه او يا حق لري د حقوقو په پوره والي توانيدلی شۍ، خو ډېر حقوق د ناوړه اخلاقو له امله پايماليږي.

۲۱) انصاف:

د ښو اخلاقو په برکت انسان دانصاف لوړ مقام ترلاسه کوي، ښه اخلاق خپل خاوند له بې ځايه تعصب او غچ اخيستنې څخه ساتي ځکه دا دواړه صفتونه انسان سرغړونې، تجاوز او بې انصافۍ ته اړ باسي.

۲۲) د زړه سکون او د ژوند سوکالي:

د ښو اخلاقو خاوند تل په سملاسی راحت او راتلونکو نعمتونو کې وي، زړه يې باوري،او نفس یې ارامه وي چې دا دسوکالی غوښتنه ده.او د ناوړه اخلاقو خاوند هر وخت په بدبختۍ، همېشنی عذاب په ښکاره او پټه توګه تل د ملګرو او اولادونو سره په جګړه کې وي ، چې ژوند یې له ستونزو سره مخ کوی دښو کارونو څخه محروميږي او بدو کارونو ته وړاندې کيږي.

د چا اخلاق چې ښه وی ژوند يې هم ښه وی، تل په سلامتیا او د خلکو په مینه کې وی، او د چا اخلاق چې بد وي ژوند يې ګډوډ وي، همېشه کينه کوونکی وي او خلک ترې ډډه کوي.

۲۳) په ټولنه کې يووالی او اتفاق مينځ ته راتلل:

کله چې په ټولنه کې اخلاق ښه شي نو تر مينځ يې يووالی او اتفاق خپور شي مينه او محبت په دغه ټولنه کې سرلوړی شي.

د ښو اخلاقو رويه خپل څښتن دې ته اړ باسي تر څو د نورو حقوق او خپل مسؤليتونه وپېژني چې بيا دغه مهال د حقوقو په پوره کولو کې کمی نه کوي او يواځې د حق غوښتنه کوي.

او دا کار خلک اړيکو د ټينګیدو او يووالي د بشپړیدو لور ته رابولي کوم چې ملت د يو غړي په څېر ګرځوي، تر څو په نېکو کارونو کې له يو بل سره مرسته وکړي او په هغه کارونو کې د يو بل اوږه پياوړی کړي چې په نتېجه کې ورته سوکاله ژوند تضمینوی، او د نوي نسل لپاره روښانه راتلونکی ټاکي.

۲۴) دښمنانو د بریدونو او تړاکونو مخنيوی:

دښمن همېشه په هغه ملت کې لاسوهنه کوي او په صفونو کې يې د جلاوالي زهر شیندی چې ړنګ شوي اخلاق لري ، اما د کوم ملت اخلاق چې ښه وي له دغه خطر څخه په امن وي.

۲۵) د ښو اخلاقو په وسيله انسان د خلکو تر مينځ په روغه جوړه برلاسی کيږي:

ځکه ښه اخلاق ټول خوښوي او له دې لارې څخه توانيږي چې د نفرت څخه ډک زړونه او خواره واره نظرونه رايوځای کړي.

۲۶) ښه اخلاق عيبونه (نيمګړتياوې) پټوي:

کله انسان د ډېرو افتونو او پيدايشي عيبونو درلودونکی وي لکه بدرنګي او داسې نور، چې د ځينو خلکو د ټوکو او مسخرو وړ ګرځي ، مګر کله چې د ښو اخلاقو خاوند وي نه يې څوک شرافت کمولی شي او نه يې له سرلوړۍ وروسته کولی شي.

ځکه ښه اخلاق د انسان نورې بدۍ او عيبونه پټوي لکه څرنګه چې ناوړه اخلاق نورې نيکۍ او ښوالی پليتوي.

احنف بن قيس چې کاروانونو به يې ويناوې نقلولې تر ټولو ‌ډېر بدشکله وو د بد رنګی هر صفت په کې موجود و، خو سره له دې د صبر، پوهې، مېړانې او خوږې ويناو له امله د شرافت او سرلوړۍ اوچت پړاو ته رسېدلی وو.

هيثم بن عدي له يعقوب الثقفي او هغه له عبدالمالک بن عمېر نه روايت کوي او وايي: “احنف بن قيس د مصعب بن عمېر سره کوفې ته راغی په جسمي لحاظ پکې ما داسې يو صفت و نه ليدو چې سړی پري د بدۍ وړ ګرځي مګر په هغه کې موجود وو، د وړوکي سر، کږې پوزې،او بوڅ غوږونو څښتن وو، غاښونه يې ګډوډ او يو په بل سپاره وو زنه يې کږه وه، او د مخ هډوکي يې بوټ بوټ راوتلي وو، سترګې يې ژورې لوېدلې وې، غمبورې يې راښکل شوي وو او پښې يې کږې وې خو سره له دې چې کله به يې وينا کوله نو د خپل نفس لوړوالی به يې روښانه کړ”.

لکه يو شاعر وايي:

ليس الجمال بمئزر … فاعلم إذا رديت بردا

إن الجمال معادن ….ومناقب أورثن مجدا

ژباړه: ښکلا او ښايست په ډول او سينګار نه دی چې ته يې د ځان لپاره جامه وګرځوې بلکې ښکلا او ښايست د معدن په څېر د انسان دننه خويونه او صفات دي چې انسان ته سرلوړي ور په برخه کوي.