د ښځينه کرېکټ نړيوالې اتلولۍ لومړنۍ لوبه پيل شوه

انګلستان د نننۍ لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.

د کرېکټ د نړیوالې شورا (ای سي سي) د ښځو ۲۰۱۷ نړیوال جام سياليو لومړۍ چې لوبه د انګلستان او هند تر منځ ده په کې د انګلستان په ډابري کې پيل شوه.

انګلستان د نننۍ لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.

د ښځو نړیوال جام سږ کال سياليو کې اته هېوادونه اسټرالیا، انګلستان، نيوزيلنډ، ویسټ انډیز، هند، سویلي افریقا، پاکستان او سريلاکا لوبې کوي.

د کرېکټ نړېوالې شورا د لوبډلو ترمنځ د سیالۍ لپاره خپل حساب له ۲ میلیون امریکايي ډالرو پیل کړ چې د تېر نړیوال جام پرتله لس ځله ډېر دی. کټونکې لوبډله له ځانه سره د ۶۶۰٫۰۰۰ ډالرو چک وړي او دوهمه لوبډله ۳۳۰٫۰۰۰ ډالر ترلاسه کوي. ان د ډله ییزې سیالۍ غړي هم ۲۰٫۰۰۰ ډالر لاس ته راوړي.

پخواني سیالان هند او پاکستان به د جولای پر دوهمه له یو بل سره سیالي کوي. سره له دې چې هند غښتلی ښکاري خو پاکستان ته هم باید په کمه سترګه و نه کتل شي.

په ۲۰۱۳ کال کې استراليا د ښځينه کرېکټ اتلولي ګټلې وه.

ټاکل شوې دغه سيالۍ به دانګلستان او وېلز په پنځو لوبغالو کې وشي او وروستۍ هغه به په لارډز لوبغالي کې ترسره شي.کاپي بی بی سی