د کابل بازانو پیاوړې توپ وهنه د شفق چټکه توپ وهنه بې گټې کړه

د شپږیزې لیگ لسمه لوبه د کابل بازانو او سپین غر زمریانو ترمنځ ترسره شوه. دغې لوبې کې کابل بازانو پیاوړې توپ وهنې په پایله کې د سپین غر زمریانو ته په اتو وېکېټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د سپن غر زمریانو لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

سپین غر زمریانو د یو شمېر توپ وهوونکو پیاوړې توپ وهنې په پایله کې ستر هدف په ټاکلو بریالۍ شوه.

سپین غر زمریانو ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د عثمان غني، نور علي ځدران او شفیق الله شفق پیاوړې توپ وهنې سره ۱۸۲ منډې جوړې کړې.

عثمان غني په ۴۸ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۷ او نور علي ځدران په ۳۴ توپونو د څلورو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۵۰ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

دغې لوبې کې شفیق الله شفق تر ټولو غوره او چټکه لوبه وکړه. نوموړی په یوازې ۲۴ توپونو د پنځو څلوریزو او پنځو شپږیزو په مرسته ۶۰ منډې جوړې کړې.

کابل بازانو لوبډلې لپاره حمید حسن، فرید احمد او ذیشان مقصود یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې لوبه يوې مودې لپاره د باران له امله وځنډول شوه چې په پایله کې يي کابل بازانو لوبډلې ته په ۱۷ اورونو کې د ۱۵۷ منډو هدف وټاکل شو.

کابل بازانو لوبډلې ټاکل شوی هدف د کریم صادق، حشمت الله شهیدي او اصغر ستانکزی پیاوړې توپ وهنې په مرسته یوازې ۲ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره کړه.

کابل بازانو لپاره کریم صادق په ۳۱ توپونو د پنځو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۵۰ منډو جوړولو سره ښه وځلېد. حشمت الله شهیدي په ۳۷ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۵۱ او اصغر ستانکزی په ۲۳ توپونو د دوو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۴۰ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځېدلي پاتې شول.

سپین غر زمریانو لپاره بلال خان او باطن شاه یوه یوه وېکېټه واخیسته.