د کابل زلميانو لوبـډلې د کرکټ سولې جام اتلولي وګټله

د سولې کرکټ لیګ چې د شپږو لوبډلو په ګډون د کابل – الکوزي په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شو، د کابل زلمیانو د لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسید.

د جي پي سولې ليګ ( سي پي اېل) پاى لوبې ته د کابل زلمي د وزیرزي اتلانو  لوبډلو لاره موندلې وه،. د پاى لوبې پچه د وزیرزي اتلانو لوبډلې وګټله او لومړى يې توپوهنه  وکړه.

دوی د لوبې په ټولو شلو اورونو کې د دوه لوبغاړو په سوځیدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۸۰ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې شهزاد محمدي ۱۱۵ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې.

د کابل زلمیانو لوبډلې د سیالۍ په ټولو شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۷۹ منډې جوړې کړې او لوبه یې د وزیرزي اتلانو له لوبډلې سره برابره کړه چې له ډلې یې نجیب ترکي ۵۹ او جاوید احمدي ۴۳ منډې جوړې کړې.

د وزیرزي اتلانو توپ اچونکو له لوري ظاهر خان پکتین ۳ لوبغاړي وسوځول.

لوبه د مساوي کیدو له امله د غوره اوور يا   (Super Over) ته وغځیده. د کابل زلمیانو لوبډلې توپوهنه وکړه او د وزیرزي اتلانو ته یې د ۱۶ منډو هدف ورکړ. خو د وزیرزي اتلانو لوبډلې ورکړل شوی هدف ترلاسه نه کړای شو او یوازې ۸ منډې جوړې يې کړې.

شهزاد محمدي د پاى لوبې غوره لوبغاړي ونومول شو. نوموړي د سیالیو د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه. نوین الحق د سیالۍ غوره ډګر ساتونکی، شرف الدین اشرف د سیالۍ غوره توپ اچونکي او درویش رسولي د غوره توپوهونکي جایزه ترلاسه کړه.

د سیالیو د پای په مراسمو کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل، د لوګر والي حلیم فدایي، د ولسي جرګې غړي قادر ځاځي، د سولې کرکټ لیګ مشر عبدالرشید ایوبي، د ننګرهار د ولايتي شورا رييس احمد علي حضرت، د جنرال پيتروليم استازي عزيز ګرديوال ، د کرکټ بورډ اداري کارکونکو، ملي سوداګرو د کرکټ مینه والو او د رسنیو همکارانو ونډه درلوده.