پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د کاغذي او برېښنايي مطالعې توپیر

 

په دې پنځلسو کلونو کې مې چې څومره کاغذي (کتابي) مطالعه کړې ده ، له دې مې زیاته په فسبوک، ویب پانو او کمپیوټر کې ( برېښنايي) مطالعه کړې ده.

خو د پنځو ساعتونو کاغذي مطالعه مې د سلو ساعتونو تر برېښنايي مطالعې ډېره په حافظه کې ناسته ده .

علتونه یې زیات دي، پر برېښنايي مطالعه سم تمرکز نه کیږي؛ ځکه ته به د مطالعې تر څنګ په دې هم فکر کوې چې برېښنا (برق) را ختم او قطع نشي، پر موس رانه ښکته پورته ونه تښتي، ته صبر چې سندره او یا نعت په بېګراونډ کې راته چالان کړم، دغه جمله باید داسې سمه او آیډیټ کړم، له املايي غلطي سره به دې هم کاروي، ځکه کمپیوټر ډېر څه کولی شي او داسې نورې ستونزې حلول دې له مسلسلې مطالعې پام اړولی شي .

که په انټرنېټ او فسبوک کې خو دې مطالعه کوله ستونزې دې لا ډېریږي، یوه ښه لیکنه به په نظر درشي او پیل به یې کړې، خو سل فکرونه به در سره مله وي، نیمه لیکنه به دې لوستې وي، زړه به دې تنګ شي؛ وبه وايې چې ته صبر له دې به بله یوه ښه لیکنه او یا پوسټ را پیل کړم، هسې د نېټ خرڅ راباندې راځي، ته صبر پلاني کمېنټ وکړ چې لایک او ځواب ورکړم، اوهو!؟ پلاني مسېج ته مې ځواب نه دی ویلی، پلاني ته مې کمېنټ نه دی کړی، هغه پلاني وال ته به لاړ شم چې هغه څه پوسټ کړي دي ، دغه ټاګ باید ډېلېټ کړم، ته صبر چې پلانی انلاین دی او که نه او داسې نورې اندېښنې او ضرورتونه مو له مطالعې فکر اړوي.

یو مخ هم داسې نه ده چې برېښنايي مطالعه فایده نه لري؛ هغه معلومات چې کتاب او اخبار ته را رسیږي او بیا یې مونږ تر لاسه کوو؛ په انټرنېټ کې ژر او زیاته رسیدګي ورته لرو، خو کاغذي مطالعه چې اتیا سلنه ۸۰٪ په ذهن کې پاتې کیږي؛ برېښنايي مطالعه دېرش سلنه ۳۰٪ هم په حافظه کې نه پاتې کيږي.

د کامیابو لیکوالو او ویناوالو یو راز په دې کې هم دی، چې دوی د برېښنايي مطالعې تر څنګ کاغذي مطالعه زیاته کوي، دوی کولی شي چې په کتاب کې ضروري خبرې په قلم نښاني کړي او بل وخت یې څېړنې ته په اسانه را واخلي؛ په برېښنايي مطالعې کې هم کولی شو چې سلېکټ یې کړو او زېړ رنګ ورکړو ، خو شاید د اړتیا پر وخت چارج ونه لرو او یا مناسب ځای ورته ونه لرو.

د کتابي مطالعې یوه ګټه دا هم ده، چې موضوع په تفصیل سره وړاندې شوې وي، ډېرې پوښتنې په همدې یو کتاب در ځوابوي او برېښنايي مطالعې ته زړه ژر تنګیږي، په مسلسل ډول یوه موضوع څوک دوه ساعته نه شي لوستلی .

پر برېښنايي مطالعې روږدي کسان ممکن دا دلیل ولري؛ ډېر څه چې انټرنېټ کې په سرچ پیدا کیږي؛ هغه په کتابونو کې نشته، خو زه وایم: ډېر داسې کتابونه شته چې په انټرنېټ کې نه پیدا کیږي او یايې pdf  کړي نه وي، چې نېټ ته یې پورته کړي.

په ټوله کې مې نظر او تجربه دا ده، چې د برېښنايي مطالعې تر څنګ کاغذي مطالعه زیاته وکړو.

که له وسه مو کیږي له نېټ او کمپيوټره لیکنه را کاپي کړو او پرېنټ یې کړو، په کاغذ کې کولی شو چې پروف یا ايډيټ په ډاډه زړه وکړو او د چاپي رسنیو مسوولین هم دا نظر لري چې په کاغذ ښه تمرکز کیږي؛ املايي تېروتنې ښې په نښه کیږي او د لیکنې د سمون چارې نسبت برېښنا ته کامیابې راوځي.

ځینې لوی لیکوال هم وایي چې فسبوک د ساعتېري شی دی، خو زه د دې نظر مخالف یم، دا خبره هغه څوک کوي چې اصلاً دوی غواړي چې فسبوک د ساعتېري په ډول وکاروي، خو فسبوک دی چې ډېرو ته یې املا ور زده کړه ، ډېر نالوستي یې لوستي کړل او بالاخره اوس لیکونکي او لیکوالان دي.

زه له فسبوکه زیات په ویب پاڼو کې ګرځم، نو ځینې ستر لیکوال وینم چې له فسبوکي پوسټونو غلا کوي او بیا یې نوم هم نه ذکر کوي ، نه پوهېږم چې دوی ته په دې سره ځان کمکی ښکاري که بله خبره ده !؟

ځینې فسبوکیان برعکس د ویب پاڼو له لیکنو مفهوم راپټوي او په پوسټ کې یې نوم نه ذکر کوي .

زه پخپله چې څومره اوږده (ښه) لیکنه وي په فسبوک کې یې لوستی شم او زړه مې نه ورته تنګیږي، کوښښ کوم چې ښه ، ښه فعال او چټک لیکوالان له ځان سره ملګري کړم ، نه یوازې د عکسونو او ګپ شپ ملګري.

که فسبوک د ساعتیري وسیله وي ، نو ویب پانې هم ځینې تنبل لوستونکي یوازې د عنوانونو لوستلو لپاره کاروي .

که څوک په ویب پاڼو کې پوره لیکنې هم لولي نو نظر مې بیا هم همغه دی ، چې د برېښنايي مطالعې په نسبت کاغذي مطالعه ډېر او ښه په حافظه کې پاتې کیږي .

زه چې دوه ساعته کاغذي مطالعه وکړم، سبا يه یوه موضوع تقریباً برلاسی وم چې یوې غونډې ته لیکچر پرې وکړم، خو په برېښنايي مطالعې (نېټ) شپه او ورځ بوخت وم، خو هغسې روان لیکچر نه شم پرې ور کولی.

برېښنايي مطالعه داسې مثال لري، لکه په یوه کږلیچنه لار چې په موټر کې د سفر پر مهال کتاب مطالعه کوې او یا په پلي مزل کې کتاب مطالعه کوې ، نو خامخا سترګې او کاغذ خوځیږي.

راځئ خپله تجربه وکړو، یوه ورځ به یو ساعت کاغذي مطالعه وکړو او بله ورځ به درې ساعته برېښنايي مطالعه وکړو ، بیا به یې پرتلنه وکړو، چې کومه مطالعه مو ښه اخذ کړېده .

محمدرحیم سکندر