د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو هندوستان ته خپل شپږ ورځنی سفر پرون پای ته ورساوه.
په دې سفر کې جسټن ټروډو له سیاسي اړخه ور هاخوا یو شمېر نور کارونه هم وکړل.
هغه له خپلې کورنۍ سره هند ته ورغلی و، هغه تاج محل ته ولاړ، هلته یې وویل، د تاج محل د لیدو لېونی و، خو مهاتما ګاندي پارک لیدل یې لویه هیله وه.
خو اصل خبره دا ده چې جسټن له یوه بله لویه رازه هم پرده پورته کړه.
هغه د فبروري په یو ویشتمه نېټه په ممبيي کې د هندوستان په سیمهییزو جامو کې په یوه محفل کې ګډون وکړ، چېرته چې شاهرخ خان، عامر خان او ګڼو نورو فلمي ستوریو هم ونډه درلوده.
لومړي وزیر جسټن له ستوریو سره تصویرونه هم ایستلي او پر خپل ټویټر یې خپاره کړي دي.
هغه لیکلي، باليووډ یې خوښېږي، فلمونه یې ګوري او ستوریو ته يې درناوی لري.
هغه همدا ډول د کاناډا او باليووډ ترمنځ د فلمونو د جوړولو په برخه کې د هوکړو د لاسلیک خبره کړې.
سرخط ورځپاڼه