د کرکيټ دنړيوال جام هيټريکونه چا، او کله يې ترسره کړيدي؟

ليکنه: مدثر دعوت

د توپ اچونکي له لوري په دريو پر له پسې بالونو دريو وکيټو سوځولو ته هيټريک وايي.

هيټريکونه د کرکيټ په تاريخ کي کېدای سي ډېر ځلي راغلي وي،خو د نړيوال جام په تاريخ کي يوازي نهه ځلي ترسره سوي دي.

هغه توپ اچوونکي چي په نړيوالو جامونو کي يې هيټريکونه ترسره کړيدي:

ـ چيتن شرما (1987)

دنړيوال جام په تاريخ کي لومړنی توپ اچوونکی (چيتن شرما) دی چي په ۱۹۸۷ز کال کي يې د نيوزلينډ په وړاندي درې پرله پسې وکيټي ترلاسه کړلې،اوخپل نوم يې دکرکيټ دتاريخ د لومړنۍ هيټريک ترسره کوونکي لوبغاړي په حيث ثبت کړ.

کين روتهرفورډ، لان سميت، او ايوين چاټپيليد ددې هندوستاني تېزتوپ اچونکي د دريو پرله پسې بالونو قرباني سول.

2ـ ساقلاين مشتاق (1999)

پاکستاني توپ اچونکي ساقلاين مشتاق په ۱۹۹۹ز د انګليستان په اوول لوبغالي کي د زيمبابوې په وړاندي هيټريک ترسره کړ.

تر دوولس کلن ځنډ، او دريو نړيوال جامونو وروسته پاکستانی ورو توپ اچونکی په دې وتوانېدی چي په دريو پرله پسې توپونو درې لوبغاړي وسوځوي.

زيمبابوې د مشتاق د ښه توپ اچوني له کبله ونه توانېدل چي د پاکستان د ۲۷۲ منډو هدف ته ځان ورسوي.

هينري اولونګا، ادم هوکل او پومي مبانګوا هغه لوبغاړي وه چي وروسته له دوولسو کلنو دمشتاق له لوري په پرله پسې دريو توپونو وسوځېدل.

 

3ـ چاميندا واس (2003)

په ۲۰۰۳ز کال نړيوال جام کي سريلانکايي لوبغاړي چاميندا واس د بنګلدېش په وړاندي د لوبي د لومړي اور په لومړيو دريو توپونو درې پرله پسې لوبغاړي وسوځول.

په دې لوبه کي بنګله دېش سريلانکا ته دټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۲۴ منډي هدف ورکړ.

سريلانکا دغه هدف بېله دکوم لوبغاړي په سوځېدلو سره پوره کړ.

دلوبي دپيل اوور په دريو لومړنيو توپونو درې ويکيټي اخيستل چاميندا په يو ورځنيو لوبو کي دځان لپاره نړيوال ريکارډ جوړ کړ.

حنان سرکار،محمد اشرفول، او احسان الحق هغه لوبغاړي وه چي دلوبي دلومړي اوور په لومړيو دريو توپونو د سريلانکايي چاميندا واس ښکار سول.

4ـ بريټ لي (2003)

يوازي يوولس ورځي د چاميندا واس د ريکارډ تيري سوي وې چي اسټرالياوي تېز توپ اچونکي هم هيټريک وکړ.

بريټ لي د کينيا په وړاندي په دريو توپونو درې پرلپسې لوبغاړي وسوځول چي دا په ۲۰۰۳ز کال نړيوال جام کي دويم هيټريک وو.

دتيز توپ اچوني دې استرالياوي ستوري په خپلو لومړنيو دريو توپونو کينډي اوټيونو ، بريجال پټيل او ډيويډ اوبويا له ميدانه څخه وايستل.

5ـ لاسيت ملينګا (2007)

په ۲۰۰۷ز کال نړيوال جام کي سويلي افريقا دسريلانکا سره مخ سول.

دسويلي افريقا لوبډله دملينګا تر اوور مخکي خورا په چټکۍ سره روانه وه.

ملينګا دهيټريک سره سره په خپلو پرله پسې څلورو بالونو څلور لوبغاړي وسوځول.

ملينګا ترټولو هغو لوبغاړو چي مخکي يې هيټريکونه ترسره کړي وه،په زړه پوري هيټريک ترلاسه کړ.

لاسيت ملينګا يوازينی لوبغاړی دی چي په دوو نړيوال جامونو کي يې هيټريکو ترسره کړي چي لومړی هيټريک يې دسويلي افريقا په وړاندي وو.

شاون پالک،اڼدريوهال، اوجک کاليس يې دهيټريک قرباني سول ،چي څلورمه پرلپسې وکيټ يې د ماکيانټيني په بولډ کولو سره واخيستل.

6ـ کيمار روچ (2011)

روچ د نيدرلينډ لوبه په خورا موډ اوسټايل سره پايته ورسول.

په ۲۰۱۱ز کال کي کيمار روچ لومړنی ويسټ انډېزی لوبغاړی وو چي دنړيوال جام هيټريک يې د نيدرلينډ په وړاندي ترلاسه کړ.

نيدرلينډ د ويسټ انډيز ۳۳۱ هدف ته درسېدو لپاره د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو سره تر ۱۱۵ منډو ځان رسولی وو چي روچ په خپلو پرلپسې توپونو لوبه په حيرانوونکي ډول پای ته ورسول.

پيټرسیلار، بيرنارډ لوټز اود بيرينډ ويسټډيجک ښکار د روچ په واسطه ويسټنډيزۍ لوبډلي ته دجشن موقع برابره کړل.

7ـ لاسيت ملينګا (2011)

يوځل بيا!

د روچ تر هيټريک يوازي يوه ورځ وروسته ملينګا په دې وتوانېدی چي په نړيوال جام کي د دووهم ځل لپاره هيټريک ترسره کړي،او ريکارډ جوړکړي.

د سريلانکا او کينيا لوبډلي په ۲۰۱۱ز کال نړيوال جام کي سره مخ سولې ،چي کېنيا د ځانګړي سټايل لرونکي لوبغاړي(ملينګا) له امله بدبخته سول.

8ـ سټيوين فين (201

فين لومړنی انګريز لوبغاړی سو چي په ۲۰۱۵ نړيوال جام کي يې په خپل وروستي اوور کي پر اسټراليا هيټريک ترسره کړل.

سټيوين فين د اسټراليا درې مهمي وکيټي: براډهيډن، ګلين ميکسويل اوميچل جانسن په دريو پرلپسې بالونو له مخي پورته کړل.

9ـ جی پي ډومني (2015)

د سويلي افريقا ورو توپ اچونکي دسريلانکا په وړاندي د ۲۰۱۵ز کال په مارچ مياشت کي د اسټراليا په سيدني کي هيټريک وکړ.

دنړيوال جام دتاريخ نهم هيټريک په کوارټرفاينل لوبه کي د ترسره سو.

چی له امله يې ډومني لومړنی سويلي افريقايی لوبغاړی سو چي په پرله پسې دريو بالونو درې لوبغاړي سوځوي.

د جی پي ډومني هيټريک د انجيلامتيوز، ناوان کواليسيکارا او د تاريندو کوشال په سوځېدلو ترسره سو.