پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د کرکټ افغان الف لوبډله د سیالیو لپاره سویلي افریقا ته لاړه

د افغانستان د کرکټ الف لوبډله د هند او سویلي افریقا له الف لوبډلو سره د سیالیو په خاطر د سویلې افریقا پر لور روانه شوه .

د کرکټ بورډ د رسنیو مسؤل عزیز غروال تیره ورځ رسنیو ته وویل چې د کرکټ الف لوبډله له هند او سویلې افریقا سره درې اړخیزې سیالۍ لري چې د روان مېلادي کال د جولای په ۲۸ مه پیلېږي چې افغانستان به خپله لومړۍ سیالي له هندوستان الف لوبډلې سره تر سره کړي.

ښاغلی غروال وایي چې د کرکټ ملي الف لوبډله د دغو سیالیو لپاره بشپړ چمتووالي لري.

وروسته له دې چې تېره میاشت د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ، د لومړۍ درجه لوبډلو سره د افغانستان د سیالیو چانس زیات شوی دی.