پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د کرکټ: ۱۹ کلنو افغان لوبډله سبا له نیپال سره سیالي ترسره کوي

د کرکټ د ۱۹ کلنو د غوراوي جام د سیالیو په دوام کې به د افغانستان لوبډله سبا له نیپال سره مخامخ شي.

افغانستان او نیپال خپلې لومړۍ ۲ سیالۍ ګټلې دي.

په دې سیالیو کې چې په سنګاپور کې روانې دي، د افغانستان، نیپال، مالیزیا او سنګاپور لوبډلې برخه لري.

افغانستان او نیپال لومړۍ ۲ سیالۍ له سنګاپور او مالیزیا څخه ګټلې دي.