پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د ګني حيرانونکې طبي ګټې

د ګني شربت (جوس) د سينې سرطان او د انسان د بدن غړو ته د مقاومت ځواک ورکوي.

په اسيايي هېوادونو کې ګنی نه يوازې د مالي له پلوه بلکه د روغتيايي چارو په برخه کې هم ډېر زيات ګټه ور تماميدی شي.

د ګني شربت ( جوس) بېله بېلې انرژۍ نه برخه من دی.

ګني په ټوليز ډول زموږ په روغتيا باندې مثبت اغېزه غورځولی شي.

اوس موږ تاسو ته د ګني شبرت ( جوس) بازې ګټه ورې برخې درپيژنو.

ګنی د نيم سيري،د ستوني خارښت او د زوکام لپاره هم يوه ډېره ګټه وره کورنۍ درملنه ده.

ګنی د ورنو او د بدن دقوت لپاره ګټه وره حل لاره ده.

کله چې انسان باندې تبه راشي نو ډاکټران هم ناروغ ته د ګني شربت (جوس) د ورکولو لارښوونه کوي.

هغه ناروغان چې د يرقان په ناروغۍ آخته دي د ګني شربت ورته اکسيرمواد و نه کم نه دی،ځکه چې دا د بدن ګلوکوز لوړوي او د ناروغ د بدن د پوستکي په ښکلا کې موهيم رول لري.

ګنی د هاضمې او د قبض لپاره ګټه ور درمل دی.

ګنی سوکروس نامي شوګر ځېګنده ده،چې په قدرتي ډول سره د زخمونو په درمان کې ګټه ور ثابت شوی دی، او له دې نه علاوه د شوګر لوړوالې سلنه هم زياتوي.

ګنی د زړه د ناروغانو ساتونکی دی،او د بدن دکوليسټرول د لوړېدو مخه نيسي.

ګنی د سوځک ناروغۍ لپاره موهيم درمل ګڼل کيږي.

ګنی د يو پيچلۍ برخه لري، چې د انسان د غړو او د سينې د سرطان مقابل کې موقاومت ښيي.

په ګني کې کيلشيم او تيز قدرت لرونکي مواد شتون لري، چې د هډوکو په ټينګښت کې موهيم رول لري.

څوک چې د وينې کمښت لري هغه بايد د ګني شبرت وسکي ځکه چې په ګني کې په پرخه ډول وسپنه شتون لري.

بېلا بېل څيړنې دا څرګنده کړې ده، چې د ګني شبرت ( جوس) جګر او د ګردو لپاره ډېر ګټه ور دي، او دا په قدرتي ډول سره د جګر او د ګردو پاک والي سره د هغوي د ځوک زياتيږي.

ګني نه جوړه شوې ګوړه هم وسپنه لري، او دا څرګنده ده چې د انسان بدن ته وسپنه ډېره اړينه ده، ځکه چې له وسپنې له شتون سره د انسان بدن کې د وينې کمښت نه راځي.

د انسان بدن ته د مائيکرونيوټرنټس ته ضرورت دی، او له دې وجې نه انسان په شعوري او روهي ډول سره يو کار پای ته رسولی شي، او ګوړه د يوه داسې مائيکرونيوټرنټس نه برخه منه ده.

: اسدالله خان امرخېل