د یونایټ ټلویزیون ویانده د زیاتې ښکلا له کبله له کاره وشړل شوه

د لندن « UNIT TV» ټلویزیون خپله یوې چلوونکې د خپلې له حده زیاتې ښکلا له کبله له کاره وشړله .

د هولز خبرې اژانس د رپوټ پر اساس ، د انګلستان ۲۴ کلنې ویاندې د اندیپنډینټ ورځپاڼې ته ویلې چې د غیر عادي او له حده زیات ښکلا له کبله له خپلې دندې ګوښه شوې.

دې ویلې چې رییس یې پیغلې ته له دې کبله چې غیر عادي ښکلا لري مشوره ورکړه چې باید د موډ په صنعت کې ځان وازمویي.

هولز لیکي: له دغې خبرې وروسته پیغلې له کاره د ګوښه کیدو په هکله یو پیغام لیک تر لاسه کړ.