اوس د امروتو موسم پېل شوی دی. امروت ويټامین سي لري چې روغتيا ته ډېره ګټه رسوي. دلته په لنډ ډول د امروت ګټې تاسو ته وړاندې کوو.
۱- د سرطان د ناروغۍ د ګواښ لږول
په امروت کې د ویټامین سي، لایکو پين او نورو شتون د انټي-اکسیدانت دنده اجراء کوي چې بدن کې د زیان رسوونکو شیانو لوړوالی کموي، چې له امله يې د سرطان د ناروغۍ وده نیول کېږي.
۲- د شکر ناروغانو له پاره ګټور دي
امروت کې د فایبر شتون د شکرې ناروغۍ د زیاتېدلو مخه نیسي او د وینې شکره برابروي.
۳- زړه مو صحتمندوي
د امروتو د خوړلو له امله مو په جسم کې د مالګې (سوډيم) او پوتاشیم تر منځ توازن رامنځته کېږي. دغه توازن مو فشار کنترولوي. دغه مېوه مو جسم کې روغتيا ته د زیان رسوونکو کولیسترولو اندازه هم کموي. د کولیسترولو شتون ستاسو زړه ته ګواښ پېښولای شي.
۴- د قبض له منځه وړونکی
په امروتو کې ډېر فایبر شتون لري چې کولای شي هاضمه راوستو کې درسره مرسته وکړي او قبض مو له منځه يوسي.
۵- د سترګو دید ته مو ګټه رسوي
په امروتو کې ويټامین ای شتون لري چې کولای شي د سترګو روغتیا ته مو ګټه ورسوي. امروت نه يوازې د عمر په تېرېدو سره ستاسو په دید کې د کموالي راتللو مخه نيسي؛ بلکې د سترګو دید مو زیاتوي.
۶- د غاښونو درد مو کموي
امروت جراثیم له منځه وړلای شي. خوړل يې ستاسو د غاښونو د درد له پاره ګټور دي.
۷- ذهني ستړیا مو کموي
په امروتو کې د مګنیزیمو شتون ستاسو عضلې او اعصاب ارامولای شي. له ورځینۍ ستړیا وروسته د یوه دانه امروت خوړل مو عضلاتو ته ګټه رسوي، ذهني ستړیا مو کموي او اعصابو ته مو ارام ورکوي.
لیکوال:میرخان