د ۲۰۱۷ کال ای پی اېل څنګه روان دی؟

لیکوال: حضرت عثمان نوري مومند

ای پي ایل د هندوستان د کرکټ غوره لیګ (تجارتي) سیالۍ بلل کیږي چې پرته له پاکستان څخه د نړۍ  پیاوړې لوبغاړي پکې بولې ته وړاندې کیږي چې هر لوبغاړی د خپل ارزښت په بیه په ای پي اېل کې پلورل کیږي.

په دغه سیاليو کې په لومړي ځل د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوه مشهور لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل او راشد ارمان اخیستل شوي دي.  د حیدر آباد سنرایزر لوبډلې له لورې راشد خان ارمان چې د ښې توپ اچونې او توپ وهنې وړتیا لري، په شپږ لکه امریکايي ډالر اخیستل شوی دي. پر دوی سربېره د پاکستان له لوبغاړو پرته د ډیرو نورو هېوادونو لوبغاړي هم د هند د کورني کرکټ د ټیمونو له خوا د پیسو په بدل کې اخیستل شوي چې په دې لوبو کې برخه لري.

د ۲۰۱۷ کال ای پي ایل سیالۍ د روانې اپرېل میاشتې په ۵مه نیټه پېل شوې چې تراوسه يې ۲۲سیالۍ ترسره شوي او لا هم دوام لري.

د یادو سیالیو د جدول په اول مقام کې کې ممبۍ انډین لوبډله قرار لري چې ترټولو ډېرې سیالۍ یې ګټلي  او لومړی مقام یې خپل کړی دی. یادې لوبډلې شپږ سیالۍ ترسره کړي دي، چې له جملې څخه یې پینځه سیالۍ ګټلي او یوه سیالۍ یې بایللې ده. ممبۍ انډين لوبډله په لسو پوانټونو اوسهمال د جدول په سر کې قرار لري.

په دوهم مقام کې بیا کلکته قرار لري. کلکتې لوبډلې پنیځه سیالۍ ترسره کړي دي؛ چې له جملې څخه یې څلور سیالۍ ګټلي او یوه یې بیا بایللې ده.  یاده لوبډله د ۸ پواینټونو په درلودلو سره د جدول په دوهم مقام کې قرار لري.

په دریم مقام کې بیا د افغانانو په اصطلاح د راشدخان او محمد نبي لوبډله قرار لري. سنرایزرس حیدراباد لوبډلې شپږ سیالۍ ترسره کړي دي، چې له جملې څخه یې څلور سیالۍ ګټلي دي، او دوه سیالۍ یې بیا بایللي دي. یاده لوبډله د ۸ پوانټونو په درلودلو سره د جدول په دریم مقام کې قرار لري.

په څلورم مقام کې بیا ډيلي لوبډله قرار لري. ډيلي لوبډلې پینځه سیالۍ ترسره کړي دي، چې له جملې څخه یې دوه سیالۍ ګټلي او درې یې بایللي دي.  یاده لوبډله د څلورو پواینټونو په درلودلو سره د جدول په څلورم مقام کې قرار لري.

په پینځم مقام کې بیا کینګس پنجاب لوبډله قرار لري. کینګس پنجاب لوبډلې شپږ سیالۍ ترسره کړي دي، چې له جملې څه یې دوه سیالۍ یې ګټلي او څلور سیالۍ یې بایللې دي. یاده لوبډله د جدول په پینځم مقام کې قرار لري.

په شپږم مقام کې بیا ار سي بي لوبډله قرار لري. ار سي بي لوبډلې شپږ سیالۍ ترسره کړي دي، چې له جملې څخه یې دوه ګټلي او څلور سیالۍ یې بیا بایللي دي. یاده لوبډله په څلورو پواینټونو سره د جدول په شپږم مقام کې ځای لري.

په اووم مقام کې بیا ریسن پوني سوپرجینټ لوبډله قرار لري. پوني لوبډلې پینځه سیالۍ ترسره کړي دي چې له جملې څخه یې دوه سیالۍ ګټلي او درې سیالۍ یې بیا بایللې دي. یاده لوبډله د څلورو پواینټونو په درلودلو سره د جدول په اووم مقام کې ځای لري.

په اتم مقام کې بیا ګجرات لینګس لوبډله قرار لري. ګجرات لینګس لوبډلې پینځه سیالۍ ترسره کړي دي، چې له جملې څخه یې یوه سیالۍ ګټلې او څلور سیالۍ یې بیا بایللې دي. یاده لوبډله دوه پیوانټونو په درلودلو سره د جدول په پای کې قرار لري.

د یادولو وړ ده چې نن د (جمعې په ماښام اوه بجې) د ای پي اېل په ۲۳مه سیالۍ کې کلکته د ګجرات لینګس لوبډلې په وړاندې او صبا (شنبه به د ای پي اېل په ۲۴مه سیالۍ کې) د ورځې په ۳ بجې پوني د سنرایزرس حیدراباد په وړاندې او د ماښام په اوه بجو به بیا د راون ای پي ایل په ۲۵مه سیالۍ کې ممبۍ او ډیلې لوبډلې د سیالۍ ډګر ته سره ووځي.

د سږ کال د اۍ پي ایل په سیالیو کې د راشدخان بهترینه توپ اچونې نړیوال ریکارډ لرونکي توپوهونکي تسیلیم کړل؛ او نړیوالو توپوهونکو راشدخان ځلانده ستوری وباله. ‌

داسټرالیا ډیویډ وارنر چې د کرکت نړۍ په زړه پورې او پیاوړی لوبغاړی دی، د راشد خان د توپ اچونې څخه متاثره شوی او هغه یې سوپر سټار بللی دی.  همداراز له نوموړي سره د اسټرالیا دوہ مشهورو ستورو هر یو ډیوډ وارنر او مایکل کلارک ژمنه وکړه چې د افغانستان له لورې لومړنی لوبغاړی به وي چی په راتلونکو بیګ باش ‏Big Bash‏ سیالو کې به ورته چانس ورکړل شي.

د یادولو وړ ده چې په هند کې هر کال د ( آی پي ال ) په نوم د کرکټ تجارتې سیالۍ کیږي، او ۸ لوبډلې پکې برخه لري.

هیره دې نه وي چې د هندوستان ددې کورنیو سیالیو اتلولي تیر کال د سن رایز حیدرآباد لوبډلې په خپل نوم کړې وه.