پنجشنبه , 28 مارچ 2024

د ۲۰۱۷ کال د ای پي ایل لوبو غوره توپ اچونه ،توپ وهنه او نه هیریدونکې لوبې

 

د ۲۰۱۷کال ای پي ایل لوبې چې د اپریل میاشتې په پنځمه نېټه پیل شوې وې د مې میاشتې په ۲۱ نېټه د ممبي انډینز لوبډلې په اتلولۍ ترپای ته ورسېدې، چې په پای لوبه کې ممبي انډینز لوبډلې له یوې په زړه پورې لوبې وروسته له خپلو ۱۲۹ منډو دفاع وکړه اوله رایزینګ پوني سوپرجاینټ لوبډلې څخه یې پایلوبه په یوه منډه وګټله، چې له یادې بریا سره ممبي لوبډلې د دریم ځل لپاره د یادو لوبو اتلولي ترلاسه کړه چې له دې مخکې یې په ۲۰۱۳او ۲۰۱۵ کلونو کې د یادو لوبو اتلولي ترلاسه کړې وه.

د ۲۰۱۷کال ای پي ایل سیالیو کې ټولټال اته لوبډلو ګډون کړی وو چې ممبي، حیدراباد، کلکته او رایزینګ پوني سوپرجاینټ لوبډله دوهم پړاو ته تللې وې.

۲۰۱۷ کال ای پي ایل لوبو کې هرې لوبډلې ۱۴ لوبې ترسره کړې چې ۷ لوبې یې په خپل کوربتوب او ۷ نورې لوبې یې بیا له کوربتوب بهر ترسره کړې.

۲۰۱۷ کال ای پي ایل لوبو کې ټولټال ۱۸۷۷۵ منډې جوړې شوې چې یوازې ۱۰۶۶۲ یې له بوڼدریانو (څلورېزو، شپږېزو)څخه لاس ته راغلې دي.

همدارنګه په یادو لوبو کې ټولې ۹۵ نیمه سلېزې د مختلفو لوبغاړو له لورې وهل شوي  او دې لوبو کې بیا ټولې پنځه سلېزې وهل شوي چې دوه یې د پنجاب لوبغاړي هاشم املا، یوه د حیدراباد لوبغاړي ډېوېد وارنر، یوه ډهلي لوبغاړي سامسون او یوه بیا د پوني لوبډلې بین سټوکس لخوا ترسره شوې ده.

۲۰۱۷ کال ای پي ایل لوبو کې ټولټال ۷۰۵ شپږېزې چې لوړه یې ۱۰۹ متره وه ووهل شوې.

۲۰۱۷ کال ای پي ایل لوبو کې تر ټولو چټک (تېز) توپ ۱۵۳.۵۶ په سرعت ترسره شوی.

ترټولو زیاتې منډې د پنجاب لوبډلې له لورې جوړې شوې چې د درې لوبغاړو په سوزېدو ۲۳۰ منډې وې چې د ممبیي انډینز پر وړاندې یې جوړې کړې.

همداراز په یادو لوبو کې تر ټولو زیاتې منډې په یوه لوبه کې د ډېوډ وارنر له خوا ترسره شوې چې ۱۲۶ منډې وې.

په یادو سوداګریزو لوبو کې په یوه اوور کې چې زیاتې منډې ترلاسه کړي د ممبیي انډینز لوبډلې لوبغاړی هاردیک پانډې دی چې په یوه اوور کې یې د ډینډا په وړاندې ۲۸ منډې ترلاسه کړې په دوهم ځای کې بیا مکسویل دی چې نوموړي په یوه لوبه کې ۲۷ منډې د مککلینګن پر وړاندې ترلاسه کړې همداراز پانټ ۲۷ سونېل نارین ۲۶ او جاووف بیا ۲۴ منډې په یوه اوور کې ترلاسه کړې وې.

۲۰۱۷ کال ای پي ایل لوبو کې درې ځلي (Hat Tricks) یا په درې توپونو درې وېکټې د انډریو ټایس، جدیف انادکت او سېمیول بدري  لخوا اخیستل شوي.

۲۰۱۷ کال ای پي ایل لوبو کې ترټولو چټکه نیمه سلېزه د سونیل نارین له لورې ترسره شوه چې یوازې په ۱۵ توپونو یې ووهله، له نوموړي ورورسته بیا کرېس لاین ۱۹ توپونو او ډېوېد وارنر په ۲۰ توپونو نیمه سلېزې وهلي دي.

۲۰۱۷ کال ای پي ایل لوبو کې ترټولو چټکه سلېزه بیا ډېوېد وارنر ترسره کړي، چې په ۴۳ توپونو وه، له وارنر وروسته بیا هاشم املا په ۵۸ او ۵۹ توپونو، سامسن په ۶۱ او بېن سټوکس بیا په ۶۲ توپونو سلېزې جوړې کړي.

سږکال د یادو لوبو ارزښت مونږ ته پدې کې وو چې، د لومړي ځل لپاره دوو افغان لوبغاړو (محمد نبي، راشد ارمان) په یادو لوبو کې ګډون کړی وو. او بلا داچې په لومړي ځل په هېواد کې په قانوني ډول د کرېکټ ټولو مینه والو ته د ټلوېزیون په پرده هم وښودل شوې.

۲۰۱۷ کال آی پي آیل سیالیو د ټورنمنټ غوره لوبغاړی بېن سټوکس او د پای لوبې غوره لوبغاړی بیا کونل پانډیا ونومول شو.

اوس راځو دې ته چې په یادو لوبو کې څوک ښه وځلېد، چا زیاتې وېکټې ترلاسه کړې، جا زیاتې منډې وکړې…………….. او نورو معلومات.

 

۲۰۱۷ کال آی پي آیل سیالیو کې زیاتو منډو جوړونکي لوبغاړي:

 

د لوبغاړي نوم

 

لوبډله

 

زیاتې منډې په یوه لوبه کې

 

ټولې منډې

ډېوېد وارنر حیدراباد ۱۲۶ منډې ۶۴۱
ګوتوم ګمبیر کلکته ۷۶ ناسوزیدلې ۴۹۸
شیکر ډوان حیدراباد ۷۷ منډې ۴۷۹
سټیو سمیټ پونه ۸۴ منډې ۴۷۲
سریش راینا ګجرات ۸۴ منډې ۴۴۲

۲۰۱۷ کال آی پي آیل سیالیو کوم لوبغاړي ډېرې نیمه سلیزې وهلي:

 

د لوبغاړي نوم       

 

لوبډله

 

نیمه سلیزو شمېر

اوتاپا کلکته ۵ نیمه سلیزې
ډېوېډ وارنر حیدراباد ۵ نیمه سلیزې
هاشم املا پنجاب ۴ نیمه سلیزې
ویرات کوهلي بنګلور ۴ نیمه سلیزې

۲۰۱۷ کال آی پي آیل سیالیو کې تر ټولو زیاتې ویکټې:

د لوبغاړي نوم لوبډله د ویکټو شمېر
بنېشور کمار حیدراباد ۲۶ ویکټې
جدیف انادکت پوني سوپرجاینټ ۲۴ ویکټې
بومراه ممبي ۲۰ ویکټې
مککلینګن ممبي ۱۹ ویکټې
عمران طاهر پوني سوپرجاینټ ۱۸ ویکټې
راشد ارمان حیدراباد ۱۷ ویکټې

۲۰۱۷ کال آی پي آیل سیالیو کوم لوبغاړي زیاتې شپږیزۍ وهلي:

 

د لوبغاړي نوم

 

لوبډله

 

شپږیزو شمېر

ګلین مکسویل پنجاب ۲۶ شپږیزې
ډېوېډ وارنر حیدراباد ۲۶ شپږیزې
پانټ ډهلي ۲۴ شپږیزې
کیون پولارد ممبي ۲۲ شپږیزې
اوتاپا کلکته ۲۱ شپږیزې

۲۰۱۷ کال آی پي آیل سیالیو کوم لوبغاړي زیاتې څلورېزې وهلي:

 

د لوبغاړي نوم

 

لوبډله

 

څلورېزو شمېر

ډېوېډ وارنر حیدراباد ۶۳ څلورېزې
ګوتوم ګمبیر کلکته ۶۱ څلورېزې
شیکر ډوان حیدراباد ۵۳ څلورېزې
پرتیو پټېل ممبي ۴۹ څلورېزې
راهول ترېپاتې پوني سوپرجاینټ ۴۳ څلورېزې

۲۰۱۷ کال آی پي آیل سیالیو کوم لوبغاړي په صفر اوټ شوي دي

د لوبغاړي نوم لوبډله په صفر اوټ کېدل
ټکر پوني سوپرجاینټ ۳ ځلي
ګرانډهومي کلکته ۳ ځلي
ګلین مکسویل پنجاب ۳ ځلي
کیون پولارد ممبي ۳ ځلي
پانټ ډهلي ۳ ځلي
انکیت سوني ګجرات ۲ ځلي

۲۰۱۷ کال آی پي آیل سیالیو کې تر ټولو زیات کیچونه:

د لوبغاړي نوم لوبډله د کېچونو شمېر
کېون پولار ممبي ۱۵ کېچونه
هاردیک پانډیا ممبي ۱۲ کېچونه
ډېوېډ وارنر حیدراباد ۱۰ کېچونه
روهېت شرما ممبي ۱۰ کېچونه
جدیف انادکت پوني سوپرجاینټ ۹ کېچونه

د هند سوداګرېزې لوبې په کال ۲۰۰۸ کې پیل شوې چې په لومړي کال د یادو لوبو اتلولي د راجستان رایلز لوبډلې ترلاسه کړه له هغې وروسته په ۲۰۰۹ کال کې دیکن چارجرز، په ۲۰۱۰ کال کې چېنای سوپر کېنګز، ۲۰۱۱ کال کې بیا هم چېنای سوپر کېنګز، ۲۰۱۲ کال کې کلکته نایټ رایدرز، ۲۰۱۳ کال کې ممبیي انډینز، ۲۰۱۴ کال بیا هم د دوهم ځل لپاره کلکته نایټ رایدرز، ۲۰۱۵ کال کې د دوهم ځل لپاره ممبیي انډینز، او په ۲۰۱۶ کال کې د لومړي ځل لپاره سنرایزرس حیدراباد لوبډلې د یادو لوبو اتلولۍ ترلاسه کړې وې.

آی پي آیل سیالیو په تاریخ کې تر ټولو مخکښ توپوهونکی سوریش راینا دی چې تردې دمه یې په یادو لوبو کې ۴۵۴۰ منډې چې ورپسې ویرات کوهلي ۴۴۱۸ او روهیت شرما بیا ۴۲۰۷ منډې کړي.

د لوبغاړي لخوا په یوه لوبه کې زیاتې منډې بیا ۱۷۵ دي چې دا منډې د کریس ګیل لخوا جوړې شوې دي.

په دې لوبو کې ترټولو زیاتې شپږېزی بیا کریس ګیل وهلي چې ۲۶۵ شپږېزې دي ورپسې بیا سوریش راینا ۱۷۳ او روهیت شرما بیا ۱۷۲ شپږېزې وهلي دي.

آی پي آیل سیالیو په تاریخ کې تر ټولو مخکښ توپ اچوونکی بیا لسیت ملینګا دی چې ۱۵۴ وېکټې یې ترلاسه کړي په دوهم ځای کې بیا امیت میشرا دی ۱۳۴ وېکټې یې ترلاسه کړي.

په یوه لوبه کې غوره توپ اچونه بیا د سهیل تنوېر ترسره شوې چې ۶ لوبغاړي یې اوټ کړي وو.

روح الامین نیازی