ذاکر نایک ته د سعودي عربستان تابعیت ورکړل شو

د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبد العزیز د خپل ځانګړي فرمان له لارې نړیوال مسلمان دعوتګر ډاکټر ذاکر نایک ته د سعودي عربستان تابعیت ورکولو اعلان کړی دی، چې په دې سره به هغه د انټرپول(نړیوالو پولیسو) له نیولو څخه وژغورل شي.
دا خبر پرون ناوخته د (الاخباریة) تلویزیون له خوا په داسې مهال خپور شو، چې د نړۍ ملیونونو مسلمانانو یې هرکلی وکړ.
د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبد العزیز وروسته له هغه مسلمان دعوتګر ډاکټر ذاکر نایک ته د سعودي عربستان تابعیت وکړ، چې تیره اونۍ ځینوهیوادونو له انټرپول(نړیوالو پولیسو) وغوښتل ترڅو مسلمان ذاکر نایک(چې دا مهال په سعودي عربستان کې دی) ونیسي.
په ذاکر نایک تور دې چې د اسلامي دعوت له لارې خلک ترهګرۍ را بولي، خو ذاکر نایک په خپل ځان لګېدلي تورونه ردوي او واېي، چې پرضد یې نړیواله دسیسه روانه ده.