د بالیووډ د وتلې ستورې ډیپیکا پاډوکون نوي خپریدونکي فلم (پاډوماټي) په هندوستان کې لانجې جوړې کړې دي.
له سیاسي چلنجونو سربیره اوس د فلم اداکاره او جوړونکي د راجپټ ډلې له لورې په شخصي ډول هم ګواښل شوې دي.
تازه د راجپت ډلې د ډیپیکا پاډوکون د سر د غوڅولو ګواښ کړی او ویلي يې دي، چې هر چا دا کار وکړ، ۵ کروړه هندۍ روپۍ انعام ورکوي.
ډيپیکا پاډوکون په پاډوماوتي فلم کې د رنویرسنګ او شاهد کپور سره ګډه لوبیدلې ده.
فلم د هندوستان د څوارلسمې پیړۍ تاریخ راسپړي، چې څنګه یو پښتون واکمن علاوالدین غلجی د راجپوت په یوې هندۍ ملکې مینیږي او د هغې د ترلاسه کولو لپاره جګړه کوي.
فلم کې ملکه پاډوماتي (ډیپیکا) د شاهد کپور (راناول ټان سینګ) میرمن ده، چې سلطان علاوالدین غلجی (رنویر سنګ) پرې مینیږي او ورته د رسیدلو لپاره جګړه کوي.
خو د فلم په اړه د راجپت ډلګۍ وايي، چې فلم کې تصویر شوې کیسه له اصلي کیسې سره تفاوت لري. ددوې په بارو، د فلم ډاریکټر بهانسولي د فلم کیسه د اصلي تاریخي پیښې سره په تناقض کې راخیستې ده او د همدې له امله باید د هغه سره هم پرې شي.
ډیپیکا ته د ممکنه ګواښ له ویرې د هغې د کور چار چاپیره د پولیسو کنټرول زیات شوی دی.
ټاکل شوې، چې پاډوماوتي د راتلونکې ډیسمبر میاشتې په ۱ لومړۍ نیټه خپور شي.