پنجشنبه , 25 اپریل 2024

راشد خان افغانستان دوهمه لوبه کې هم بریا ته ورساوه

د افغانستان او ایرلینډ تر منځ دوهمه یوه ورځنۍ لوبه هم پای ته ورسېده. دغې لوبې کې ملي لوبډلې پیاوړې لوبې سره د ایرلینډ لوبډلې ته په ۳۴ منډو ماتې ورکړه.

لوبې پچه افغانستان وگټله او لوبډلمشر اصغر ستانکزی د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

ملي لوبډلې د اکثرو لوبغاړو پیاوړې توپ وهنې سره ستر هدف په ټاکلو بریالۍ شوه. ملي لوبډلې د اصغر ستانکزی سلیزې او محمد شهزاد او رحمت شاه نیمه سلیزو په مرسته ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۳۸ منډې جوړې کړې.

د یادونې وړ ده چې دغه هدف یوې ورځنیو لوبو کې د افغانستان لخوا تر ټولو ستر هدف دی چې سیالې لوبډلې ته يي ټاکلې.

نننۍ لوبې کې اصغر ستانکزی پیاوړې توپ وهنې سره په ۹۰ توپونو د شپږو څلوریزو او شپږو شپږیزو په مرسته ۱۰۱ منډې جوړې کړې. یوې ورځنیو لوبو کې دا د اصغر ستانکزی لومړۍ سلیزه وه.

رحمت شاه په ۷۰ توپونو د پنځو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۶۸ او محمد شهزاد په ۴۳ توپونو د دولسو څلوریزو په مرسته ۶۳ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

په وروستیو لوبغاړو کې شفیق الله شفق په یوازې ۱۷ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۵ چټکو منډو جوړولو سره دغه ستر هدف په ټاکلو کې ډېره زیاته مرسته وکړه.

نور علي ځدران په ۴۶ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۲۵، سمیع الله شینواری په ۱۸ توپونو ۱۴، محمد نبي په ۱۰ توپونو یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۱۴، گلبدین نایب صفر، راشد خان په څلورو توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۶ او دولت ځدران په دریو توپونو ۳ منډې جوړې کړې.

د ایرلینډ لپاره سټرلینگ تر ټولو پیاوړې توپ اچونه وکړه او تر ټولو زیاتې وېکېټې اخیستونکی توپ اچوونکی و. نوموړی خپل ۱۰ اورونو کې ۵۵ منډو ورکولو سره ۶ وېکېټې واخیستې. ډوکرېل ۲ او چېس یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې نن یو ځل بیا ایرلینډ پیاوړې توپ وهنه پیل کړه او د لوبې پیلوونکو لوبغاو اوږده ملگرتیا وکړه چې وروسته بیا گلبدین نایب دغه ملگرتیا ته د پای ټکی کېښود.

د ایرلینډ توپ وهنې پیل کې لوبه د ایرلینډ په واک کې ښکارېده خو وروسته بیا د راشد خان حیرانوونکې توپ اچونې او مهمې وېکېټې دغه لوبه د افغانستان په بریا پای ته ورسوله. د دولت ځدران پیاوړې توپ اچونې هم ډېره زیاته مرسته وکړه.

ایرلینډ لوبډلې په ۴۷.۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د سټرلینگ، جوایس او پورټرفیلډ پیاوړې توپ وهنې سره ۳۰۴ منډې جوړې کړې.

ایرلیڼډ لپاره سټرلینگ په ۸۰ توپونو د نهو څلوریزو او پنځو شپږیزو په مرسته ۹۵، جوایس په ۵۹ توپونو د پنځو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۵۵، پورټرفیلډ په ۴۶ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۴۵ او ټامپسن په ۲۵ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۳۷ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

د افغانستان لپاره نننۍ لوبې کې راشد خان یو ځل بیا خپله وړتیا ثابته کړه او لوبې گټونکې توپ اچونه يي وکړه. راشد خان خپل ۹.۳ اورونو کې ۴۳ منډو ورکولو سره ۶ مهمې وېکېټې واخیستې. نوموړی د سټرلینگ، پورټرفیلډ، اوبراین، وېلسن، مېک براین او چېس وېکېټې په اخیستلو بریالی شو.

دولت ځدران هم نننۍ لوبې کې پیاوړې توپ اچونه وکړه. دولت ځدران خپل ۹ اورونو کې ۵۳ منډو ورکولو سره درې وېکېټې واخیستې. گلبدین نایب خپل ۸ اورونو کې ۵۲ منډو ورکولو سره یوه وېکېټه واخیسته.

د لوبې غوره لوبغاړی جایزه د ایرلینډ سټرلینگ ته چې نننۍ لوبې کې يي ۹۵ چټکې منډې جوړې کړې او شپږ وېکېټې يي اخیستې وې ورکړل شوه.

د افغانستان او ایرلینډ تر منځ د پنځو یوې ورځنیو لوبو درېیمه لوبه به د مارچ په ۹مه د یکشنبې په ورځ د افغانستان په وخت سهار ۸:۳۰ بجې پیل شي.