راشد خان: تر آی پي ال مخکې دخپل استعداد نا خبره اوم

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان وايي په آی پي ال کې ډېرې داسې تجربې یې ترلاسه کړې چې مخکې یې نه درلودې.

راشد خان په آی پي ال کې د لوبو او له دغو لوبو څخه د ترلاسه شویو تجربو په اړه امریکا غږ اشنا ته تازه خبرې وکړي.

راشد خان وايي تر آی پي ال مخکې یې په زړه کې ډار و ” چې دومره لویو سیالیو کې به څنګه لوبیږو” خو کله چې اوله لوبه وشوه ” پوه شوم چې څومره استعداد لرم”.

راشد خان زیاتوي چې له آی پي څخه یې ډېرې زده کړې وکړې،” مشهورو لوبغاړو ته د باولینګ، له مشهورو لوبغاړو او د لسګونو زرګونو نندارچیانو په مخکې د لوبې پر مهال څنګه ارام او با حوصله واوسیږو.

بل مهم شی چې مو زده کړ دا و چې د لوبغاړو نوم ته به نه ګورئ، په خپل باولینګ او استعداد به پوره باور لرئ او خپله لوبه به کوئ”.

راشد خان همدغه راز له مشهور سینمايي ستوري شاه رخ خان، له مشهور هندي لوبغاړي سچن ټنډولکر او د جنوبي افریقا له لوبغاړي طاهر خان سره د خپلو ملاقاتونو په اړه هم معلومات ورکړل.