راشد خان د سمیت په سوځولو سره خپلي ویګټي لسو ته ورسولي

د افغان کرکټ ملي لوبډلي کم عمره اتلس کلن لوبغاړی راشدخان چي د هندوستان په تجارتي سیالیو کي د سنرایز حیدراباد لوبډلي په ګټه لوبیږي، پرون د پوني په وړاندي د سټیو سميت په سوځولو سره خپلي ویکټي لسو ته ورسولي.

نوموړي تر اوسه په اوو لوبو کي ګډون کړی، چي خپله وړتیا یې په پوره توګه سره ښودلي او په دې توانیدلي چي لس ویګتي تر واخلي، په یادو ویګټو کي د نړۍ مشهور لوبغاړي لکه: برینډن مکلم، سوریش رینا، روهیت شارما، ګوتم ګمبیر او سټیو سمیټ هم شامل دي.

چي په یادو لسو ویکټو کي یې پنځه لوبغاړي بولډ، څلور ایل بي ډبلیو او یو لوبغاړی یې کیچ اوټ کړی دی.

راشد خان چي په راسته لاس لیګ بریګ ګوګلی توپ اچوني کوي، چي زیاتره توپوهنکي ورسره مشکلات لري او په مشکله یې بالونه لوبوي.

د راشدخان ترڅنګ بل افغان لوبغاړی محمدنبي هم په یادو سیالیو کي اخیستل سوی، چي تر اوسه یوازي په یوه لوبه کي د ګډون حق ورکړل شوی، چي یوه ویکټه یې ترلاسه کړي.

نوموړی ددې مخکي د بنګله دیش په کورنیو سیالیو کي هم د کومیلا ویکتوزنز لوبډلي په ګټه لوبیدلی، چي ښي لوبي یې ننداری ته وړاندي کړي وي.