رامنځته کوونکي اوسئ!

ژباړه: ذبیح الله رحیمزی

تقريباً ټول انسانان د رامنځته کوونکي په واسطه راپيدا شوي اما ډېر کم دا قوه پېژني او دا مهارت عادي ګڼي او د معلومولو لپاره يې نه لاس پکار کېږي.

لپور کيتګ

یو ښه مدیر د تل لپاره یو منځ ته راوړونکي تخنیکونه په واک کې لري، تر څو هغه مهال چې دی، په خپله یې یا یې ټيم د ستونزمن حالت سره مخ کېږي، ترې ګټه واخلي.

رامنځته کول، مانا پیدا کول، د چلندونو د بېلا بېلو لارو چارو لپاره د ستونزو د له منځه وړلو لپاره. تاسې په سوچونو اخته کېږئ او لږ لږ مو تشویشونه زیاتېږي. د ځای د بدلولو لپاره تاسې خپلې باغچې ته ځئ یا مو احساس په الوتلو راولئ او په دې حالت کې ټول ځوابونه ستاسې په ذهن کې ګرځي راګرځي.

ډېرې رامنځته کوونې ستاسې ښې رامنځته کوونې له منځه وړي او د دې لامل ګرځي څو په ژوره توګه فکر وکړئ او د خپل ذهن څخه د ډېر څه د تولید لپاره اسفتاده وکړئ او هغه برخه د تل لپاره زموږ په ذهن کې ځای لري، چې په طبعي توګه هغې ته موږ لاس رسی نه لرو. دا داسې برخه ده، چې کله موږ ویده اوسو او یا د فکر له لارې رامنځته کونو ته رسېږو.

وګورئ چې نور مدیران څه کوي، هغوی چې تاسې يې ستایئ او درته د منلو دي، په غوڅه توګه هغوی چې ډېر تخنیکونه په لاره اچوي. یو شمېر د هغو څخه وټاکئ او د تخنیکونو د رامنځته کولو لپاره فکر وکړئ.

په کار کې تنګېږئ او ټول ځوابونه به مو په سر کې ګرځي راګرځي.

څېړنه وکړئ، غوره مدیران څه کوي، څه ډول فکر کوي او تاسې هم کوښښ وکړئ هماغه ډول شئ. څوک چې ستاسې په مسلک کې نه دي، ترې وپوښتئ او وګورئ چې هغوی څه کوي. دا چې رامنځته کوونکي کارونه ترسره کړئ مه وېرېږئ، اصلاً ښې نظریې له خیالونو سرچینه اخلي.