پنجشنبه , 25 اپریل 2024

راني موکرجي څنګه اداکاره شوه؟

د هندوستان مشهوره فلمي ستورې راني مکرجي وايي، چې مور يې فلمۍ نړۍ ته ددې د راتګ زمینه برابره کړه.

راني په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، چې د مور په خوښه او غوښتنه سینما ته راغله او “د مور خواهش مې و، چې زه دې اداکاره شم”.

اغلې مکرجي ویلي، چې ددې مور په دې پوهیده، چې زه یوه ښه اداکاره جوړیدای شم. نوموړي زیاتوي:

“فکر نه کوم، چې زه دې له فلمې ستورې پرته کوم بل څه جوړیدای شوم.”

په ورته وخت راني مکرجي د نجونو په ځواکمنتیا ټینګار کوي. نوموړې وايي، چې نجوني دي، د خپل ځان څخه د دفاع تخنیکونه زده کړي.

مکرجي وايي، چې دا هم په خپله لور سوک وهل زده کوي او له هغې وروسته به بیا سینما ته راځي.

راني د “هیچکي” په نوم فلم باندې کار کوي، چې د مارچ میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې به خپور شي.