چهارشنبه , 24 اپریل 2024

رسنۍ: ایران کې یوه سرتېري خپل ۳ ملګري وژلي او ۶ نور ټپيان کړي

 

د ایران دولتي ټلوېزیون وویل چې په دغه هېواد کې یوه سرتېري پر خپلو ملګرو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې ۳ سرتېري وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.

د ایران ټلوېزیون پرون دوشنبه همداراز وویل چې دا پېښه د تهران د لوېدیځ په ۱۰۰ کېلو مترۍ کې د ابیک ښارګي په پوځي اډه کې هغه مهال وشوه چې پوځیانو استراحت کاوه.

ویل شوي چې حمله کوونکي عسکر ځان هم ویشتی او ټپي شوی دی.

دغه عسکر چې نوم یې نه‎دی اخیستل شوی، وروسته له دې پر خپلو ملګرو ډزې وکړې چې صاحب منصبانو خپل ښار ته د ده د تبدیلۍ غوښتنلیک رد کړ.