روا کوروالی، د ډيرو مسلو حل دی

 

څيړنې ښيي؛ دومره رغوونکى او ټکور ورکونکى چې کوروالى دى، بل هيڅ هم نه شي کيدلاى.

 

دلته موږ 5 هغه ورځني ګډوډ حالتونه ذکر کوو، چې کوراوالى يې (سمدستي) رغوي.

 

که له کاره خسته شوې وئ؛ ميرمن سره مو په خلوص يو ځاى شئ دا به مو ستړیا لرې کړي.

که خوب نه درځي ؛ ميرمن یا خاوند مو ونازوئ او په پوره لذت سره کوروالى وکړئ. ثابته ده، چې ښه خوب به ولرئ او سهار به تازه هم وۍ.

 

که ميرمن/ خاوند مو درنه خپه وي؛ سپن ږيري مه جرګه کوئ؛ پيل يې کړه؛ روغه مو په کوروالي وکړئ.

 

که له ځانه خپه يې؛ کوروالى دې ټينشن ختموي او پر ځان دې سکون در کوي.

 

او که د تمرين موقع درسره نه وي؛ نو کوروالى هم غوره تمرين دى؛ د ميرمن / خاوند په رضايت يې وکړه!

 

يادونه کوو، چې پورته ذکر شوې حالتونه د نارينه او ښځينه دواړو سره واقع کيداى شي؛ نو فلهذا دواړه ترې يو ډول مستفيد کيداى شي.

 

دوهمه خبره دا چې په کوروالي کې د دوهم شخص (ميرمن /خاوند) رضايت او احساس شرط ده. هيڅکله يواځې خپله خوښه مه کوئ؛ کنه له ګټې يې تاوان ډيريږي.