روغتیایې ستونزې حل غواړي!

لیکنه هدایت شاه (هدایت)

روغ صحت په روغ بدن کې وي. دا او ده ته ورته نور داسې متلونه شته چې، د صحت او روغتیا ارزښت ورڅخه په ډاګه کیږي.

رښتیا هم روغتیا د الله (ج) داسې یو ستره پیرزوینه ده، چې خاوند یې هم دینې او هم اخروي چارې په ډیر ښه شکل پرمخ وړلای شي،او برعکس که څوک د روغ صحت سختن نه وي نو یادې چارې سم نشي پرمخ وړلای.

خو په افغانستان کې جګړه، ناامني، بیکاري،د نشه یې موادو پریمانه کښت او د کار لپاره د منظم میکانیزم نشتوالی هغه عوامل دي، چې زمونږ هیوادوال یې په بیلابیلو ذهني او جسمي ناروغیو اخته کړي ډي، او لاهم د اخته کیدو په حال کې دي.

خو لدې ټولو سره سره د ناسم روغتیایې سستم نشتوالی، د طبابت له مسلک سره د خلکو کم علاقګي، د طبي وسایلو نشتوالی، د بې کیفیته درملو واردول او د طبابت په مسلک کې له بشپړ مهارت درلودلو پرته دډاکترانو لخوا د ناروغانو کتل هم هغه عوامل دي چې زمونږ د هیواد روغتیایې سستم یې زیانمن کړی. نو ځکه زمونږ ډیری هیوادوال مجبور کیږي چې خپله ځمکه،جایداد او ټول شته خرڅ کړي او نورو هیوادونو ته د درملنې په موخه لاړ شي، چې هلته ورڅخه هم په درملنه کې ډیرې روپۍ مصرفیږي او هم له ګڼو نوروستونزو سره لاس او ګریوان کیږي.

د رسنیو د ریپوټونو او د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې هر کال څه دپاڅه اویا میلیونه امریکایې ډالره له هیواد څخه د درملنې په موخه بهرنیو هیوادونو ته لیږدول کیږي، چې دا د هیواد اقتصادي حالت له ستختو ستونزو سره مخامخوي، او ددې سبب کیږي ترڅو ډیره پانګه دې بهر ته ولیږدول شي.

خو داټولې ستونزې د حل لارې چارې هم لري او هغه په لاندې ډول وړاندې کوو

۱ـ هغه زده کوونکي چې غواړي په راتلونکي کې ډاکتر شي، د ښوونځي له لسم ټولګي څخه دې پرې د طب اړوند ابتدایې درسونه ولوستل شئ، ترڅوپه پوهنتون کې له ستونزو سره مخ نشي.

۲ـ په پوهنتونونو کې دې له درسي بهیر څخه بشپړه څارنه وشئ، ترڅو په درسي بهیر کې د استادانو او محصلینو له غفلت څخه مخنیوی وشي.

۳ـ هغه خصوصي پوهنتونونه چې د طب په برخه کې محصلین روزي، د کانکور له ازموینې نیولی ترد محصل فراغته پورې ورڅخه کلکه څارنه وشي، ترڅو په درسي بهیر کې د غفلت له امله ناپوه ډاکتر ټولنې ته وړاندې نشي.

۴ـ په پوهنتونونو کې دې محصلینو ته د طب په هره برخه کې د عملي او نظري زده کړو زمینه مساعده شئ ، او په اړونده برخه کې دې د پوهې زیاتوالي لپاره بهرني علمی سفرونه چمتو شئ.

۵ـ د هیواد په کچه دې داسې عصري روغتونونه جوړ شئ چې، کورني او بهرني ډاګتران دې پکې د ناروغانو په درملنه بوخت وي.

۶ ـ هیواد ته د عصري طبي وسایلو واردول او لدې ټولو سره سره د باکیفیته درملو واردول هغه اړین کارونه دي، چې کولای شي د هیواد روغتیایې حالت د ښه والي لور ته بوځي.