پنجشنبه , 28 مارچ 2024

زاخیلوال وايي، دژمنې سره سم به نن دتورخم او چمن لارې پرانستل شي

اسلام اباد کې د ولسمشر غني ځانگړي استازي او افغان سفير عمر زاخېلوال ډاډ څرگند کړی، چې د پاکستاني چارواکو د ژمنې له مخې به نن د چهار شنبې په ورځ  د تورخم او چمن په گډون ټولې لارې افغانستان ته د تگ راتگ لپاره پرانيستل شي.

زاخېلوال  رسنیو ته وويل، د پاکستان له پوځي چارواکو او د لومړي وزير د بهرنيو اړيکو له سلاکار سرتاج عزيز سره مې د تاوتريخوالي په کمولو خبرې کړي، موږ غوښتنه کړې، چې د پاکستان پوځيانو له لوري دې پر افغانستان د توغنديو بريدونه سمدستي ودرول شي، هغه درېدلي او موږ هيله‌ من يو، چې پاکستاني چارواکي به له خپلې ژمنې سره سم نن د تورخم او چمن په گډون ټولې لارې د پخوا په څېر د عامو خلکو، سوداگرو او باروړنکو لاريو لپاره پرانستل شي.

زاخېلوال وايي، دوی هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي، خو که پاکستان په دې اړه کوم اسناد لري بايد افغان حکومت سره يې شريک کړي.

د تېرې جمعې په شپه د سند ايالت په لال شهباز قلندر زيارت کې له خونړۍ چاودنې وروسته پاکستاني پوځيانو د تورخم او چمن په گډون ډيورنډ کرښه د هر ډول تگ راتگ لپاره وتړله او امنيتي ځواکونو ته يې امر کړی و، که هر چا له افغانستانه د راوښتو هڅه کوله په ډزو دې وويشتل شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د پاکستان له لوري د ډيورنډ کرښې د تړلو په غبرگون کې ويلي، چې د لارو تړل د ترهگرۍ ضد جگړه کې کومه گټه نه کوي او غوښتنه يې کړې، چې پاکستان  او افغانستان دې په گډه د ترهگرۍ پر ضد مبارزه وکړي.