زمـــــــــــا مـــــــــــسلـک!

لیکنه: محمدخان ذهین

د نړۍ په مسلکونو کې زما داسې له مینې ډک مسلک ، چې د مخونو پر ځای زړونه ښکلوي. زما مسلک د داسې ځایونو او مالوماتو ښودونکی دی، چې ډېر یې په زره بین هم نشي لیدای، ځکه خو زړونه دده په شتون راج کوي. زما د مسلک ګلان پرته له کرکې په هر چا خپله خوشبویي لوروي. زما مسلک، لکه د دفن شوې شپې وروسته غوړېدلی سهار؛ خو د تیارې په ښخولو کله دا سهار د یخنۍ هاغه دون ونیسي، چې له امله یې نږدې چاپېریال پرته د نورو ځایو لیدل ستونزمن شي؛ ځکه خو بیا ددې سهار لپاره هر کس خپل خپل تعبیرونه لري او هر یو د نالیدلي ځایو خپل فکره اټکل وړاندې کوي، خو خوښ یم چې دون تر ډېره پاېښت نه مومي. له دې فطرته خو به خبر یاست ، چې له لوړو سره د ټیټو لېوالتیا کمه وي.

دا چې دلته بادشاه او ګدا په یوه سوارلۍ سپاره دي ، نو له امله یې ځینې په دې مسلک زرګونه نیوکې لري. چاته ساعت تېری او چاته یو بې ارزښته اله ښکاري. دا د انسان په خټه کې اغږل شوې ده ، چې سړي ته خپله ټاکنه ښه او بله بده ښکاري ؛ ځکه: د هر چا خوښه او لیدلوری په اخلاقي ډول توپیر کوي.

که یو مسلک سل په سلو عالي وي، په همدې کچه بیا د ډېرو د زغملو هم نه وي؛ ځکه خو ځینې نن زما عقلي او منطقي مسلک ناسم تعبیروي؛ زه دا هم نه وایم چې د هغوی مسلک بد دی،په اصل کې د هغوی فکري تحلیل ناسم دی. که تاسې زما خبرې ته ځیر شئ، خوږوالی یو حس او یو خوند پورې تړاو لري، خو بیا د بېلابېلو میوو او خوږو ، بېلابېل خوندونه او رنګونه دي؛ ځکه: د خوږوالي یو حس په بېلابېلو شکلونو او ډولونو ښکاري. د زده کړې خوږوالی هم همداسې یو څه وګڼئ؛ ځکه : پوهنځي په اصل کې د علم او زده کړې هاغه قالبونه دي،چې د خوږوالي په یو حس بېلابېل خوندونه څَـــکل کیږي.

هو! د ځینې مسلک خوږوالی او خوند طبعي زیات وي؛ لکه زما مسلک. زما مسلک یواځې قلم، کتابچه او میک نه دی، زما مسلک ته نور پوهنځي خو څه ، ټوله نړۍ اړ ده؛ ځکه: زما مسلک نړۍ رهبري کوي! دا چې څوک یې نه مني، همدوي خبروي او زده کړه ورکوي. د ستړیا په وخت کې بیا همدوی ته د تفریح زمینه هم برابروي . دوی (ګل مرجانیان ـ نه منونکي) دې اوس زما د مسلک سره خپله اړیکه وڅېړئ !!! زما مسلک سره مو د ژوند ټینګ تړاو ورورسته اووس ددې مسلک ښکاره نیمګړتیاوې، ځیرکتیا او کنجکاوي وګڼئ ، د نفرت په سترګه ورته مه ګورئ؛ځکه: زما مسلک د ګلونو هاغه قافله ده ، چې هر سړی ترې تر خپلې پوهې آندونه اخلي. څوک یې لکه، د شاتو مچۍ د عسلو لپاره کاروي، د چا یې له خوشبویۍ سره کار دی او ځینې یې له لرې نندارې کوي.

دا چې ټیټ ګلان له لوړو رنګ او لوړ له ټیټو خوند اخلي ، نو په دې لازم ملزوم ژوند کې د لوړو رژېدو سره کوچني د لوړو په پــل، پـل ږدي. هو !

ددې قافلې ساتونکي لږ ناپامه دي؛ ځکه په دې نازکو حالاتو کې هر چاته د قافلې په ځولۍ ځای ورکوي. ددې قافلې مشران اووس ساتونکي ګماري ، چې د رښتینو ګلانو لاسونه ښکل او د کاغذي هغو لاسونه وتړي، څو ددې سپېڅلې قافلې ټول ګلونه رښتینې او ټولنې ته ګټې وروبخښي.