پنجشنبه , 25 اپریل 2024

زنا کار سړي خپله ښځه د فاحشوو ښځو په منځ کې ولیدله

پیښه د اپریل په ۱۷ د روم په ښار کې منځ ته راغلی. ۴۹ کلن جورجیو ماښام د کور څخه ووت، نوموړي خپلی ۳۹ کلنی ښځي ترزا ته ویلی وو، چې غواړی ملګرو سره وګوړی او شپه به د هغوی سره تېروي. دا خبر سپوتنیک خبری آژانس د Il Giornale Italiano له قوله خپور کړی.

سړی په رښتيا هم د خپلو ملګرو سره ولیدل، خو د شپی ناوخته ښار ته ولاړ ترڅو د خپلی خوښی ښځه ځان ته پیدا کړی. پخوا هغه دا کار د روم ښار په يوي ځانګړې سیمي کې کوو خو دا ځل يې پرېکړه وکړه چې د کریستف کلمب کوڅي ته لاړ شی.

پدی کوڅه کې لومړۍ ښځه چې د هغه موټر ته رانژدې شوه د هغه ښځه ترزا وه. دا معلومه شوه، چې ترزا د خپل میړه په غیاب کې په منظمه توګه خپل بدن خرڅو.

د جورجیو او ترزا ترمنځ لفظی او فزيکي شخړه رامنځته شوه، چې د پولیسو د مداخلی سبب وګرځیدله.

په ریښتیا هم هوښیاران وايي، (زنا پور ده).