زیان اړوونکي ګاونډی دښمن که خپل خاین ؟؟؟

لیکنه : محمد صادق کریمزی

په نوره نړۍ کې چې د هغوۍ دبېلابېلو برخو پوهان تېروتنې وکړي او یا پرې پوهـ شي، سمدلاسه يې له ځانه سره یاداشت کړي او په راتلونکي کې يې د بیا تکرار مخه نیسي، خو د دې برعکس زموږ هېواد کې افغانان سره له دې چې دتېرو تجربو کار نه اخلي، بلکې دپوره پوهاوي سره سره لږو مادیاتو او شخصي ګټو ته په پام سره يي هر ځلې تکراروي.

که وګورئ! تېرو څو لسیزو جګړو او دسرو لښکرو د وتو سره سم زمونږ هېواد د ډېرو نظامي وسایلو د شتون شاهد و، خو بدبختانه یو شمېر غولېدلو دغه ټول جوړ وسایل د ګاونډي په بازارونو کې دکباړ په نوم او نرخ بولي کړل.

هغه په خپل کور کې پر محدودو چاودنو موږ نوم بدي کړو او د هر کار په کولو یې خپله پېشو زموږ له اوښ سره اوږه په اږه کړ. لنډه دا چې د خپل غم تر څنګ د هغوی په کور د هغوی په لاس راوړي غم  هم محبوروي چې موږ څاندې ووهو؛ دا نه یواځې د هغوی د کړنلاره ده،بلکې په دې کړنه ځان دترهګرۍ د تولید پر ځای د هغه قرباني ښايي. د تورې غوا او سپینو شېدو له قصې ټول خبر دي؛ ځکه:ډیری ځل ثبوت شوې داسې پېښې رسنیو د خلکو په غوړېدلي ټغر ایښي، چې بېلګه یې د پښتونخوا اړوند ارمي سکول یادولی شو.

که اوس دې پسې ګرځو چې دوی ته سزا ورکړو، دا به جنګ کې د اسونو سربه کول وي، خو که هغوۍ خپل ګرېوان کې سر ښکته کړي او د وروستیو کلونو تېروتنې او زموږ شهیدان وویني، ممکن خپله د ویر په ټغر بغارې ووهي؛ ځکه: شهیدان، بې کوري،هلاکت او معیوبیت هم همدومره وي، چې بې ګناه افغانانو تر اوسه وزغمل. د دې ټولو ستونزو یو لامل هغوی دي، چا چې تر پرونه د همدوی ورکې وسلې پېدا او پېدا یې تېره کړل؛ که مونږ هغه وسایل لرلې، نن  به دومره سکوت نه وو.

افسوس!!!

سره له دې چې ړوند یو ځل امسا ورکوي، خو زمونږ بینایانو په شته سترګو څو څو ځل د ورکې امسا لټو او هغوی ته تل په  لور او تبر  ګواښونه کوو.

په دې خو ټول پوهېږي، څنګه چې هټلر یهود دبشر دبدبختۍ لوی لامل ګڼلو، داسې زمونږ د بدبختۍ لوی لامل ګاونډی پاکستان دی.

هغه دچا خبره (( که وهم يې، داړې چینګوي ، که يې نه وهم، برګ وږی يې خوله کې دی.)) که د کندهار پېښې اسناد دخپل سپیناوي لپاره وړو هم خفه دي، که ډیورنډ نه منو هم، که په کنړ سیند برېښنا جوړوم هم خفه او لارې راباندې تړي ، مړي د زنځیر هاغې خواته ایسار دي. هلته مو د مهاجر په نوم ډبوي او دپاسه لا دا چې په توغندیو مو ولي، خو زمونږ افغان مشران او بېچاره ګان یوازې وايي ((که پاکستان زمونږ په خاوره تجاوز وکړ غاښ ماتوونکې ځواب به ورکړو.))

دا تجاوز په څه مانا ؟؟؟

د امریکا هم د میاګل قهر دی ،هسې ګوت څڼډنه کوي، د استراتېژیک تړون څه هدف و؟  هغه دفاع او ملاتړ څه شو؟

وبه يي کړي!!!

ممکن ځینې تجاوز اټوم استعمال ته ووايي.

دا لا څه کوې، پاکستان وايي ((دافغانستان په خاوره عملیات کوو.))

کولای شي نو!!!

ځکه:  زموږ لپاره خدای همداسې رهبران او مشران راپه برخه کړي دي.