پنجشنبه , 28 مارچ 2024

سبا دافغانستان او زېمبابوې دکرکټ لوبډلو ترمنځ ۵ یو ورځنۍ لوبې پیلیږي

ټاکل شوې چې د افغانستان او زېمبابوې تر منځ لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه سبا د افغانستان په وخت د غرمې په دولس بجو پیل شي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د زېمبابوې د کرکټ له ملي ټیم سره پنځه یو ورځنۍ نړیوالې لوبې لري چې لومړی هغه به ‌یې د فبرورۍ په شپاړسمه او وروستۍ به‌ یې د فبرورۍ په شپږویشتمه نېټه ترسره شي.

د افغانستان او زېمبابوې ملي لوبډلې تر دې وړاندې هم په ورته سیالیو کې مخامخ شوي چې زیاتې د افغانستان په ګټه پای ته رسېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وړاندې د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د زېمبابوې له الف لوبډلې د پنځو یو ورځنیو سیالیو لړۍ ګټلې وه.