سترګې مو ولې رپیږي؟!

د سترګو رپیدل د کوم بد خبر خبرداری نه دی. بلکې په غیرې ارادي توګه د سترګو د شا او خوا عضلاتو انقباض دی چې ګڼ سببونه لري.

دا رپیدل کله کم خو کله دومره ډير وي چې ځورونکي شي.

د سترګو ستړیا، کم خوبي، د سترګو خشکي، کافي او انرژي لرونکي څښاک له حد نه زیات کارول، د وجود د اوبو کمیدل، او یا د الکولو کارول یې سبب کیږي.

خو د سترګو د بې واکه رپیدو تر ټولو لوی سبب سټریس او اضطراب دی.

هر سبب چې ولري خو تشویش مه کوئ، ګڼې لارې چارې شته چې پر کارولو یې ستاسو د سترګو بې واکه رپیدا ښه کیدای شي. د کوم بد خبر انتظار هم مه باسئ ځکه د سترګو رپیدل د ښه او بد خبر سره هیڅ تړاو نه لري.

په لاندې توګه کې ځینې لارې چارې شته چې ستاسو د سترګو د رپیدو مخه نیولی شي.

۱ – خپلې سترګې هرڅومره کلکې چې پټولی شئ پټې کړئ. بیا یې هر څومره پراخې چې پرانیستلی شئ، پرانیزئ. البته دومره نه چې سترګې مو درد وکړي.

دې کار ته ترې هغې دوام ورکړئ چې سترګو کې مو اوښکې پيدا شي. دې سره د سترګو خشکې کمیږي او د سترګو شا او خوا عضلات فعالیږي. چې ورسره د سترګو بې واکه رپیدل له منځه ځي.

۲-  د سترګې لاندینۍ وریځه په خپلې منځنۍ ګوتې په دایروي شکل ورو مالش کړئ. د دیرش ثانیو لپاره دې مساج ( مالش) ته دوام ورکړئ. ددې لپاره چې د انفکیشن مخه مو نیولي وي نو لومړی باید ډاډمنه کړئ چې لاس او مخ دواړه مو پاک دي.

دا میتود د سترګو شا او خوا د وینې جریان نورمالوي او د سترګو اوښتل را اوښتل فعالوي او بې واکه رپیدل یې کموي.

همدرانګه تاسو د سترګو پاسنۍ برې او کونجونو ته نژدې برخې هم د څه وخت لپاره په لاس مالش کولی شئ.

۳-  یو بل میتود چې د سترګو د بې واکه رپیدو سره مرسته کوي. دا دی چې د دیرش ثانیو لپاره زر، زر سترګې پرانیزۍ او بندې کړئ.

 

۴-  که دې یو هم مرسته ونه کړه نو بیا لومړی په سړو اوبو کې یو پاک دستمال لوند کړئ او د څه وخت لپاره یې په سترګو ونیسئ. ورپسې په شیرګرمه اوبو کې همدا دستمال لوند کړئ او د څه وخت لپاره یې په سترګو ونیسئ.

د سترګو دا سړول او تودول د سترګو د شا او خوا رنګونو د پرانیستو او د وینې د جریان د نورماله کیدو سره مرسته کوي.

۵-  پر یادو چارو سربیره هڅه وکړئ چې د وجود اوبه مو پوره کړئ ، شین چای ، د څښاک پاکې اوبه او نور مایعات زیات وڅښئ، ځکه د وجود د اوبو کمی هم د سترګو د بې واکه رپیدو یو مهم سبب دی.

۶- خوب ته یوازې ستاسو عصاب نه بلکې سترګې هم اړتیا لري. نو که موسترګې مو رپیږي خوب مو پوره کړئ.