پنجشنبه , 28 مارچ 2024

ستونزې څه ډول له منځه وړای شو؟؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

موخو ته د رسېدو لپاره ډېرې لارې شته. که موخې ته د رسېدو لپاره په لار کې درته کومه ستونزه پیدا کېږي، تاسو باید پر دې پوه شئ، او له خپل نوښت څخه ګټه واخلئ، تر څو وکولی شئ له مخې یې لرې کړئ.

لومړی دا چې خپلې موخې او مقصدونه وټاکئ، هغه څه چې په خپل ژوند کې یې غواړئ څه دي؟ وروسته له ځانه وپوښتئ «له دې هر څه سره- سره ولې تر اوسه نه یم توانېدلی چې خپلو موخو ته ورسېږم؟ اصلي لامل یې څه دی؟» کله چې و توانېداست د موخو اصلي خنډ مو پیدا کړئ، په دې وخت کې مو ذهن په کار پیل کوي تر څو وکولی شي د خنډ د له منځه تلو لپاره تر ټولو اسانه لار پیدا کړي او له منځه یې یوسي.

خلاقیت او نوښت معنا دا چې پر یوه نوې لارښوونه باندې کار کول چې کېدای شي پایله یې مثبته وي او یا هم منفي، له دې مه وېرېږئ چې کومه پایله به لاس ته را نه وړئ. که مو مثبته پایله ترلاسه کړه، نو څومره ښه ده.

که خدای مه کړه پایله یې منفي وي نو بیا هم هېڅ خبره نه ده، دنیا خو څه اخر ته نه ده رسېدلې. بیا هڅه وکړئ، ډېرې لارې شته چې کولای شي تاسو بریا ته ورسوي، خو په دې شرط چې له هڅې لاس وا نه خلئ. د یوه کار ټول اړخونه وسنجوئ او په موقع سره د خطر په ډګر کې ګام کېږدئ.