پنجشنبه , 28 مارچ 2024

سرکار ۳ فلم د مۍ په ۱۲ مه خپریږي

د هندي سینما د شهنشاه امیتاب بچن فلم سرکار ۳ به د مۍ په ۱۲ مه خپور شي.

امیتاب بچن په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د فلم د دوباره شوټینګ چارې يې پیل کړي، او ژر به تکمیل شي.

هغه وايي، چې په فلم کې يې ځینې صحنې دوباره جوړوي.

دا چې ولي، يې ځینې صحنې بیا له سره ډکې کړې؛ ښاغلي بچن يې په اړه له ویلو ډډه وکړه.

هغه ووویل، په دې اړه به بیا بل وخت وغږیږي.

سرکار ۳ د سرکار فلم دريم سیریز دی. سرکار ۱ په ۲۰۰۵ او سرکار ۲ بیا په ۲۰۰۸ کال کې خپور شو.

دا د هند په سیاسي سیستم او فعالیتونو جوړ شوی فلم دی، چې د ګڼو خلکو د پام وړ ګرځیدلی.

سرکار ۳ ته هم د امیتاب بچن ګڼ مینوال په تمه دي.