سه شنبه , 23 اپریل 2024

سریلانکا استرالیا ته په پنځو وېکېټو ماتې ورکړه

سریلانکا او استرالیا تر منځ لومړۍ شل اوریزه لوبه د سریلانکا په بریا پای ته ورسېده. دغې لوبې کې استرالیا له سریلانکا څخه په پنځو وېکېټو ماتې وخوړه.

سریلانکا د لوبې پچې گټلو سره د ډگر ساتنې پرېکړه وکړه.

استرالیایۍ لوبډلې یو شمېر توپ وهوونکو غوره توپ وهنې سره ټاکل شوو شل اورونو کې شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۸ منډې جوړې کړې.

د استرالیا لپاره فېنچ په ۳۴ توپونو دوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۳، کلېنجر په ۳۲ توپونو څلورو څلوریزو په مرسته ۳۸ او هېډ په ۲۵ توپونو یوې شپږیزې په مرسته ۳۱ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

سریلانکا لپاره ملېنگا ۲ او بندارا، سنډاکن او گناراتنې یوه یوه وېکېټه واخیسته.

سریلانکا ځوابي توپ وهنې کې د موناویرا او گناراتنې غوره توپ وهنې او پیاوړې ملگرتیا په مرسته ټاکل شوی هدف پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د لوبې په وروستی بال پوره او استرالیا ته يي په پنځو وېکېټو ماتې ورکړه.

سریلانکا لپاره گناراتنې په ۳۷ توپونو اوو څلوریزو په مرسته ۵۲، موناویرا په ۲۹ توپونو شپږو څلوریزو په مرسته ۴۴ او ډېکویلا په ۲۵ توپونو څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۰ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.