د بالیووډ سوپرسټار د خپل راروان فلم رس۳ Race3 لپاره د شوټینګ ځنډيدلې چارې بیا پیل کړي. د فلم لپاره د شوټینګ چارې وروسته له هغې وځنډیډي، کله چې سلمان خان ته د بدمعاشونو یوې ډلې ګواښ وکړ.
پولیسو سلمان خان ته د فلم د ودرولو امر کړی، خو سلمان خان له څو ورځې ځنډ وروسته بیرته خپل کار ته راګرځیدلي.
د رس۳ فلم د شوټينګ چارې به د مارچ تر میاشتې په ممبیي کې روانې وي. له دې وروسته به په بنککاک او ابو دبۍ کې د فلم د شوټینګ چارې پیل شي.
رس۳ فلم کې د سلمان خان سربیره انیل کپور، جاکلین فریننډیز او دیسي شا مخکښ رول لري.
تر اوسه معلومه نه ده، چې لنډغرو ولې سلمان ګواښلی او د سوپرسټار سره څه مشکل لري.