سلمان خان ته محکمې برائت ورکړ

 

د هندي سینما وتلي اکټر سلمان خان ته نن محکمې د ۱۹۹۸ کال د دوسیې د څیړلو څخه وروسته برائت ورکړ.

په سلمان خان تور و، چې په ایکسپیر (بې اعتباره) لایسنس يې وسله ګرځوله.

د نوموړي وکیل نن رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د سلمان خان په وړاندې په بې اعتباره اجازه لیک د وسلې ګرځولو دوسیه (کیس) په ۱۹۹۸ کال د اکټوبر په میاشت کې ثبت شوی و، خو دا چې په وړاندې مجازت کوونکي شواهد ونه موندل شوه، محکې هغه سپین وباله او نن يې بلکل دا کیسه وتړله.

د محکمې د پریکړې پر وخت خپله سلمان خان، د هغه خور او وکیل حاضر و.