سني لیوون ولې خپل مخ په سریښتو لړلی دی؟

د بالیووډ اداکارې سني لیون تازه په خپل انستګرام باندې دوه داسې عکسونه خپاره کړي، چې مخ يې په یو ډول سریښناکه ماده لړلی دی.

کتونکي وايي، چې سني لیون ممکن د خپلې راتلونکې پروژې لپاره تمرین کوي.

سني لیون چې په واضح ډول په دې اړه څه نه ویلي، خو د یو عکس سره، چې مخ يې پکې په سریښتو لړل شوی، لیکلي:

((داسې څه، چې زه مو مخکې پکې نه یم لیدلې – پلاستکي جراحي (پروستتیک) زما د راتلونکې په زړه پورې پروژې لپاره))

هیڅوک هم په څرګنډ ډول نه پوهیږي، چې سني لیون ولې داسي کړي.

په انستګرام د سني یو مینوال ورته په تبصره کې لیکلي، چې تا (سني) ځان په موم کړی دی.

دا چې سني لیوون به په راتلونکې کوم پروژې کار کوي؟ ایا کوم فلم به وي؟ کله به وي؟ لا معلومه نه ده.