سه شنبه , 23 اپریل 2024

سهارنۍ ولې تر ټولو مهمه ده؟

د روغتیايي څېړنو او پلټنو پر بنسټ سهارنۍ د ورځې تر ټولو مهم خواړه دي، خو پوهېږئ چې سهارنۍ ولې دومره مهمه ده؟

دلته مو د سهارنۍ یو شمېر هغو مهمو او د پام وړ روغتیايي گټو سره اشنا کوو چې له بې شمېره روغتیايي ستونزو مو ژغورلی شي.

اضافي وزن کموي

یوه روغتیايي څېړنه ښيي،هغه خلک چې سهارنۍ نه خوري هغوی کې د وزن زیاتېدو خطر ۵۰ سلنه زیات وي او لامل يي د ورځې په جریان کې مضر خوړو استعمال دی.

ذهني وړتیا غوره کوي

یوې بلې څېړنې کې ویل شوې چې سهارنۍ په اصل کې د فکر او ذهن متمرکز کولو وړتیا غوره کوي، په داسې حال کې چې د حافظه پیاوړي کولو سربېره نورو ذهني فعالیتونو لپاره هم ډېره گټوره ده.

د گټورو خوړو استعمال

ساینسي څېړنې او پلټنې دې پایلې ته رسېدلي چې کوم خلک د سهارنۍ خوړلو عادت لري هغوی گټور خواړه ډېر کاروي.

میتابولېزم لپاره گټوره ده

سهار له خوبه تر پاڅېدو وروسته ښه سهارنۍ د بدن د میتابولېزم فعالیت زیاتوي چې په پایله کې يي د بدن اضافي وازدې ویلي کېدو عمل گړندی کوي.

د اضافي خوړو څخه مخنیوی

که چېرې ښه سهارنۍ وخوړل شي نو د ورځې په جریان کې د لوږې احساس کمېږي او د غرمې ډوډۍ کې له اندازې زیات خوړو څخه مخنیوی کولای شي.

د بدن فعالیت غوره کوي

سهارنۍ بدن ته د اړتیا وړ وېټامینونه او غذايي مواد رسوي، چې په پایله کې يي د بدن وړتیا زیاتېږي او په جسماني لحاظ د کار کولو لپاره اماده کېږي.

د ناروغیو خطر کموي

د سهارنۍ گټور خواړه (حتی که چېرې ډېر غوړ هم ولري) د شکرې، وینې فشار، او یو شمېر نورو ناروغیو خطر د کمولو لامل گرځي.

د زړه روغتیا بهتره کوي

مناسبه سهارنۍ کولېسټرول کچه غوره او مناسب ساتلو سره د زړه د ناروغیو او حملې خطر کې د پام وړ کمی لامل گرځي.