سور رنګه مېوې مو څېره ښکلې کوي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

تازه او رنګارنګ مېوې چې د ويټامینونو او انتي اکسیدانو تر ټولو ښه سرچینه بلل کېږي، د پوستکي لپاره هم ګټه رسوي. که غواړئ ښکلې څېره ولرئ، نو په خپل غذایي رژیم کې هرو مرو مېوې شاملې کړئ.

یوازې مېوې، سابه او کبان مو د پوستکي د ښکلا لامل کېدای شي.

د پوستکي ناروغیو یوه متخصصه مهناز سبیلي وایي، سور رنګه مېوې چې د (انتوسیانینو) تر ټولو ښه سرچینه بلل کېږي، د پوستکي د ښکلا لامل هم کېږي. ځمکني توت، شاه توت، ګیلاس او تور انګور یې ښې نمونې کېدای شي.

نوموړې وایي، ويټامین A,B,C هغه ويټامینونه دي چې د پوست په ښه ساتلو کې درسره مرسته کولی شي.

ويټامین A په ګازرو، کاهو او پالکو، ويټامین B د غلو په سبوسو، ويټامین C په جغوندرو، مالټې، نارنج، لیمو، شنو مرچو او کيوي کې په زیاته پیمانه موندل کېږي.

ډاکتر مهناز وایي، امېګا ۳ غوړي چې تر ډېره په کبانو کې پیدا کېږي، پوستکی ښکلی کوي او کمبود یې د ويښتانو د تویېدو لامل کېږي.