سه شنبه , 16 اپریل 2024

سومالیا کې غبرګو بمي چاودنو لسګونه کسان ووژل

د سومالیا په پلازمېنه، موګادېشو کې چاودنې او وسله والې نښتې د څو میاشتو کراري تارومار کړه.

په سومالیا کې پولیس وايي چې په دوو بمي چاودنو او وسله واله نښته کې  ۱۸تنه ووژل شول.

تر دې وړاندې، په سومالیا کې د داسې بمي چاودنو او وسله والو حملو مسئولیت د الشباب وسله والې ډلې اخیست چې له القاعده سره تړلې بلل کېږي، خو د پرونۍ پېښې مسئولیت لاچا نه دی اخیستی.

په موګدېشو کې د تېر کال په اکټوبر میاشت کې په بمي چاودنه کې ۵۱۲ تنه ووژل شول چې د سومالیا په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ پېښه بلل کېږي.

په موګدېشو کې د امبولانسونو د ادارې مشر عبدالقادر عبدالرحمان رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې لږترلږه ۱۸ مړي او ۲۰زخمیان یې د پېښې له ځایه لېږدولي دي.