سه شنبه , 23 اپریل 2024

سپورتي فعالیت انسان ځوان ساتي

ژباړ:ډاکټر شفق شینواری

) ډاکټران وايي، چې په مناسبه اندازه ورځنی سپورت د وینې د خوږوالي او کولسټرول کچه تنظیمولی او د شریانونو د بندېدو مخه نیولی شي(.

فرانسې پلازمېنه پاریس کې د زړه متخصص ډاکټران دې پایلې ته ورسېدل، چې هره ورځ په سپورټ کول د انسان د ژر زړبودۍ د مخنیوي لامل کېدای شي.

دوی ویلي، چې همدا راز سپورت د انسان په تېره بیا د عمر خوړلو کسانو د ژوند ډول هم ښه کولی شي.

زړبودي د انسان د ژوند د ګڼو چارو د ګډوډۍ لامل ګرځي، ساه لنډي ورسره ډېرېږي، د زړه، د وینې د رګونو او غړو پر فعالیت هم اغېز کوي.

د زړه یوه متخصص ډاکټرفرانسوا کاریه چې د پاریس د ډاکټرانو د کنفرانس یو ګډونوال دی، ویلي چې په منظم ډول هره ورځ سپورت کول د انسان د ژر بوډا کېدو مخنیوی کولی شي.

دی زیاتوي چې سپورت پر زړه او د وینې د جریان پر وضعیت هم مثبت اغېز کوي، او د فشار د جګېدو مخه هم نیولی شي.

ډاکټران وايي، چې په مناسبه اندازه ورځنی سپورټ د وینې د خوږوالي او کولسټرول کچه تنظیمولی او د شریانونو د بندېدو مخه نیولی شي.

د زړه یوه بله متخصصه ډاکټره ماري کریسټین الیو وايي، په زړو کسانو کې د زړه مرضونه او ستونزې ډېرې وي، چې تر ډېره د پښتورګي او عضلو ستونزې هم ورسره مل وي.

ډاکټران سپارښتنه کوي، چې هره ورځ باید سپورټ وشي، ان که پر بایسکل ګرځېدل، په پښو تګ او یا په اوبو کې لامبل هم وي.

خو په ډله ییز ډول لوبې لکه فوټبال او والیبال او داسې نور ډېرې انرژۍ ته اړتیا لري.

ډاکټران وايي سپین ږیري کسان، په تېره بیا چې عمرونه یې تر شپېتو لوړ وي، باید سپک سپورټي فعالیتونه وکړي، لکه په پښو ګرځېدل، او یا د سپک وزن پورته کول.

کاریه وايي: “که چېرې د ساه لنډۍ ستونزه نه وي، دا ډول تمریونه کوم خطر نه لري.”

ډاکټرانو ویلي، هغه کسان چې عمرونه یې تر پنځو شپېتو ډېر وي، په اوونۍ کې لږترلږه درې ورځې له نیم ساعت تر یوه ساعت پورې سپورت کولی شي.

ډاکټران وايي، سپین ږیرو ته سپورټ ځکه ګټور دی، چې د عمر په وروستیو ۱۰-۱۲ کلونو کې د ګرځېدا پرمهال د بل چا د اوبو بار نه ګرځي.

په ټایوان کې د یوې ترسره شوې څېړنې پایلې ښيي چې ”که غواړﺉ، چې درې کاله عمر مو اوږد شي، باید هره ورځ ۱۵ دقیقې سپورت وکړﺉ.”

په ټایوان کې د ملي انستېتیوت د روغتیايي څېړنو څېړونکي چي بانګ چې ددغې څېړنې مشري هم وردغاړې وه، ویلي هره ورځ په نورمال حالت کې ۱۵ دقیقې تېز تګ یا منډې وهل هر انسان ته ګټه رسوي.

نوموړی زیاتوي، دا کار د نارینه وو، ښځو، کوچنیو، لویانو، سګرټ څکوونکو، صحتمندو کسانو او ناروغانو لپاره یو ډول ګټه لري.

بانګ او ملګرو یې له ۱۳ کلونو راهیسې تر ۴۱۶ ډېر کسان څارل، او د هغوی روغتیايي حالت ته یې پام کاوه، چې هر کال به یې په جسمي فعالیت کې ډېروالی راتله.

ددغو کسانو عمرونو، وزن، جنس، او نورو روغتیايي ځانګړتیاوو ته په کتنې سره، څېړونکو ومونده چې هره ورځ ۱۵ دقیقې سپورت کول ددې لامل ګرځي چې د انسان درې کاله عمر ډېر کړي.

څېړونکو ویلي هره ورځ سپورت کول د سرطان ناروغۍ د کچې په راټيټېدو کې رغنده ونډه درلودی شي.

بانګ وايي، هرانسان مري، خو د سرطان په ناروغۍ هغه اخته ناروغان، چې سپورټ کوي، د مړینې احتمال یې شاید ۱۰٪ ته راټيټ شي.

یادونه: چې په تجروبو ثابته خبره ده،چې ډیره اړینه ده باید شریکه شي.

هر فزیکي فعالیت چې تر سره کیږي.باید لمړی ي دتمرین (سپورټ) نیت وشي.که نیت نوي شواي ګټه نلري.

باید د ښه او غښتلي جسم د بقا  پخاطر،  ټول ورځني ممکنه فزیکي فعالیتونو نیت د سپورټ وکړو.   نیت ي ۱۰۰٪ ګټور تضمینوي.