سپینه ماڼۍ :ډونالډ ټرمپ ایران ته دسزا ورکولو چمتوالې نیسي

سپینې ماڼۍ له ایرانه غوښتي چې د کلونو په اوږدو کې دې هلته په ناعادلانه توګه نیول شوي امریکایان بېرته خوشي کړي.

له سپینې ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ټرمپ تهران ته د هر ډول سزا د ور کولو چمتووالی نیسي. په دغه خبرپاڼه کې چې تېره ورځ مازیګر خپره شوې، راغلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه تر امر لاندې دولت، په ایران کې په ناعادلانه ډول د زنداني شوو امریکايي وګړو د راخوشې کولو لپاره، خپلې هڅې دوه برابره کړې دي. په خبرپاڼه کې راغلي، شاوخوا ۴۰ کاله کېږي، چې ایران د امریکایانو له برمته کولو سیاسي ګټه اخلي، وروستۍ بېلګه یې د ژیایو وانګ لس کاله زنداني کول دي.

ایران ژیایو وانګ تورن کړی چې د څېړنې په پلمه یې غوښتل د ایران له کتابتونونو پټ او محرمانه اسناد تر لاسه کړي.

سپینې ماڼۍ پخپله خبرپاڼه کې په ټینګار له ایرانه غوښتي چې امریکايي وګړي رابرټ لوینسون، سیامک او باقر نمازي دې هم ژر تر ژره خوشي کړي. ټرمپ ګواښ کړی چې که ایران د امریکا خبرو ته ارزښت ور نه کړي نو دوی به د سزا ورکولو په اړه فکر وکړي.