سیاسي شننونکي وایي، ایران په افغانستان کې د خپلو گټو او امریکا د بوخت ساتلو لپاره لاسوهنه کوي

له تېرو څو کلونو راهیسي د فراه چارواکي د دغه ولایت په نا امنیو کې د ایران د لاس لرلو نارې وهي، چې اوس دغه غږ د هلمند والي هم بدرگه کړ او په وینا یې هلمند کې د جگړې د تمویل تر شا د ایران لاسونه دي.

ارګ په دې اړه چوپه خوله دې؛ خو سرچینې وایي، کابل هم د افغانستان د لویدیځ او جنوب په جگړو کې د ایران لاسوهنو اندیښمن کړی دی.

د هلمند والي حیات الله حیات وايي، هلمند کې د ایران د پوځي لاسوهنې لامل د هلمند سیند اوبه دي، چې ایران اوس سخته اړتیا ورته لري.

حیات رسنیو ته ویلي، په لښکرگاه کې د ده کور ته څېرمه دوه څلویښت هغه توغندي لگيدلي، چې په ایران کې جوړ شوي دي.

افغانستان له ایران سره د اوبو په برخه کې په ۱۹۷۳ زیږدیز کال کې د مرزي اوبو تړون لاسلیک کړی، چې اوس ایران په دغه تړون قناعت نه لري او حیات الله حیات وايي، ایران نه غواړي چې افغانستان خپلې اوبه مهار کړای شي.

د فراه والي اصف ننگ هم وايي، د فراه د جگړې تر شا د ایران لاسونه دي؛ خو پوښتنه دا ده چې په فراه کې د ایران موخه څه کیدای شي؟!

سیاسي شنونکي وايي، هغه ولایتونه چې له ایران سره پوله لري په دغه ولایتونو کې د ایران لاسوهنه اسانه ده او ایرانیان په افغانستان کې د خپلو گټو او امریکا د بوخت ساتلو لپاره لاسوهنه کوي.

سیاسي کارپوه لطیف نظري وايي، ایران د افغانستان په جگړو کې خپلې گټې گوري او گټې یې دا دي، چې له یو لوري د افغانستان د اوبو د مهار مخه ونیسي او له بل لوري افغانستان د خپل یوه لاسپوڅي په توگه وکاروي.

نوموړي رسنېو ته وویل، فرهنگي یرغل، په حکومتي چارو کې لاسوهنه، د امریکا پر وړاندې خنډونه پيدا کول او ورته نورې پروژې د ایران موخې دي، چې په افغانستان کې یې تعقیبوي.

د فراه د ولایتي شورا رییسه جمیله امیني هم وایي، چې ایران ځکه په فراه کې نا امنیو ته لمن وهي چې د بخش آباد برېښنا بند د جوړېدو مخه ونیسي.

نوموړي رسنیو ته ویلي، حکومت باید له ایران سره خبرې وکړي او د یاد هېواد د هغه لاسوهنو مخه ونیسي، چې په افغانستان کې یې کوي.

له کلونو راهیسې افغانستان له گاونډیو د لاسوهنې نارې وهي؛ خو د نړیوالو دریځ چې په افغانستان کې حضور لري په دې اړه څرگند نه دی، چې له ډيرو خلکو سره یې دغه چوپتیا پوښتنې پيدا کړې دي.