سیکان وايي ، که پاکستان يي په سر شمیرنه کې غوښتنې ونه مني احتجاجي ناسته به وکړي

په پاکستان کې د سرشمېرنې بهیرپه داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د مارچ له ۱۵مې د کور او سرشمېرنې بهیر پیل شوی دی چې د مې تر ۲۵مې به دوام لري.

په پاکستان کې د سرشمېرنې په فارم کې د نورو مذهبونو غوندې د سیکانو لپاره ځانګړې خانه نده ورکړل شوې.

په پاکستان کې د سیکانو د ټولنې مشر رادېش سینګ ټوني په دې اړه تیره ورځ رسنیو ته وویل چې د نورو مذهبونو په اړه په فارم کې خانه شته خو د دوی لپاره نشته.

د نوموړي په وینا ، دوی غواړي چې د خپل مذهب د پېرویانو کره شمېره ورته مالومه شي.

سیک مشرانو وویل چې که یې غوښتنې ونه منل شوې نو په اسلام اباد کې به احتجاجي ناسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د مارچ له ۱۵مې د کور او سرشمېرنې بهیر پیل شوی دی چې د مې تر ۲۵مې به دوام لري.