سه شنبه , 16 اپریل 2024

شات د ميکروب ضد درمل دي

لیکوال: پوهنیار سیداصغر هاشمي

د شاتو مچیو په هکله په قران کریم کې یومکمل د النحل په نامه یوسورت دی او په ۶۸ او۶۹ ایت کې د شاتو د مچیو ذکر راغلی دی.الله تعالی فرمایي:

ژباړه: موږ موچۍ ته وحې وکړه چې خپل کورونه په غرواو ونوکې جوړ کړئ، او په هغه ځایوکې چې خلک یې لوړ جوړ وي، بیا نو وخورئ تاسي (ای مچیو)له هر ډول ميوو څخه نوځئ (الوځئ) په لاره د رب خپل په دغه حال کې چې اسانه ده، خلاصه او صافه درته ښکاري. راوځئ له ګیډو(نس)ددوی د څښلو(عسل) چې مختلف دي رنګونه ددې(عسلو) په دغه (عسلو) کې شفاء ده د پاره د خلکوبېشکه په دغو(مچمچيواوعسلوکې خامخا ډېرلوی حکمت دی) پرقدرت او حکمت د الله جل جلاله د پاره د هغه قوم لپاره چې فکرکوي)اوپرغرایبويې عقل چلوي. (النحل: ۶۸- ۶۹)

د نبی کریم صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث شریف کې راځي چي عسل هم دوا ده اوهم غذا ده، او دا داسې دوا ده چې دمرګ څخه پرته بله هره ناروغي کنترولولای شي.

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته یوڅوک راغی اوعرض یې وکړچې ای د الله تعالی رسوله! سرمې درد کوي،رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې شهدوخوره. یوبل راغی هغه دبدن د یوې بلې برخې د ناروغۍ شکایت وکړ، حضور صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: شهد وخوره. په همدې ترتیب درېیم کس راغی او د یوې بلې ناروغۍ څخه یې شکایت وکړ، حضور صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې شهد وخوره، یو تن صحابي چې په دې درې واړو وختونوکې یې د آنحضرت صلی الله علیه وسلم د صحبت ویاړ درلود، ناست و، د آنحضرت صلی الله علیه وسلم په حضور کې یې عرض وکړ چې ای د الله تعالی رسوله! د دې درې واړو ناروغانومرضونه جدا جدا او تاسې درې واړو ته د شهدو خوړلو د علاج امر وکړ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: په دې شهدو کې له هر مرض لپاره شفا ده. ( ۱۳: ۳۳ مخ)

د شاتو مچۍ ډېرکوچني او نازک جسمونه لري خوبیاهم منظم او ښایسته کور ځان ته جوړوي، د دوي د کورساختمان په داسې ډيزاین جوړ شوی وي چې د نړۍ مهندسین ورته عاجز دي، له داسې توکویې جوړوي چې دشاتوپه څېر شی په کې تر اوږدې مودې خوندي او روغ رمټ ساتل کېدای شي، په دې پوهیږي چې څنګه د خپلې خوښې (ملکه) او (واکمن) ځان ته غوره کړي، د زور پاچاهي نه مني، په ډېر ښه شان خپل وظایف په خپلوکې ویشي او دا استعداد لري چې په خپل ملک کې دقیق نظم پلی کړي، د دوی په مینځ کې وظایف په عادلانه ډول ورکول کېږي، د نظافت او صفایي خیال هم ساتي، د هغومچیو د ننوتلو مخنیوی کوي چې له ځانه سره ناپاکو وزرونواوپښوسره د دوی پاک او صفاکورته ننوتل وغواړي، دکورپه دروازه کې حساس او هوښیار پهره داران ودروي او هر ننوتونکی څاري.( ۱۲: ۱۰۸ مخ)

عسل یوه ژیړه، سره، سپینه تور بخنه اوکله هم سره بخنه خوږه مایع ده چې د عسلوموچمچۍ یې تولیدوي، دوی دا د دې لپاره جوړوي چې دا په ژمي کې یواځنۍسرچينه د دوی د خوراک ده، ځکه چې په ژمي کې د موچمچيو لپاره د خوراک لپاره هیڅ شی نشته، په عسلوکې عموماګلوکوز، فکتوز، اوبه، تېل، مينرالونه، او نورځانګړي انزایمونه شتون لري، لکه چي الله جل جلاله فرمایلي دي، مختلف رنګونه او مختلف خوندونه هم لري.

د عسلو د موچۍ اوعسلو په اړه ځیني حقایق، چي د قران کریم معجزه ده، دا ثابتوي چې قران کریم یواځنی دالله رب العزت له لوري رالېږل شوی الهی کتاب دی، چې څوارلس پيړۍ وړاندي هېڅوک په دې نه پوهېدل، نه هم ساینس دومره پرمختللی وو، او نه هم خلکو دومره مهارت پکې درلود، او دا یقینا د الله تعالی کلام دی، او دا د اسلام حقانیت دی، چي ټول ماهرین اوساینس پوهان ورته ګوته په غاښ دي.

دا یقینی خبره ده چي عسل یوه داسې سپېڅلې غذا ده چې د ډېر وخت راهیسي انسانان ورته حیران دي، مينه ورسره لري او د پوره علاج لپاره یې استعمالوي. ( ۲۸: ۱۶ مخ)

دشاتومچۍ دقیق او محکم ټولنیز نظام لري او تراوسه پرمختللو بشري ټولنو د دوی په شان عمل نه دی کړی، د شاتومچۍ د یوڅاڅکي شاتود لاسته راوړلولپاره په زرو(۱۰۰۰) ګلانوکیني، د دې لپاره چې سل(۱۰۰) ګرامه شات راټول کړي. د شاتوپه هکله په نړۍ کې زیاتې څېړنې شوي دي او د سوونو ناروغیودرملنې مواد یې پکې پیداکړي دي، په شاتوکې ډېر مهم مواد پوتاشیم دي چې میکروبونه له مینځه وړي، الله تعالی په قران کریم کې د (شفاالناس) کلمه راوړې ده، دلته په شفا الناس کې د ناروغیو قیدنه دی راغلی.( ۴: ۷۰ مخ)

د شاتود ګټوپه هکله په قران کریم اواحادیثوکې زیاتې ویناوې شته دي چې د نن ورځې خلکولپاره یوه ښه پيش بیني ده او نن طب د الله تعالی ویناوې تاییدوي.

۱.اوسني ساینس پوهان په دې اند دي چې عسل د ميکروب ضد درمل دي، مطلب یې دادی چې عسل هر ډول ميکروب، جراثیم اونور وژني، له همدې کبله د زخمونو لپاره ښه کارکوي. د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال به روسي عسکروپه ټپونویا زخمونو باندې شات موښل چې د هغه له کبله به ټپ لوند ساتل کېده او له رغېدو وروسته به د ټپ داغ ډېره لږه نښه لېدل کېدله، د شاتود کثافت یا ټینګښت له کبله به په ټپ یا زخم باندې نه شو را پيدا کېدای. ( ۲۷: ۵۶ مخ)

۲.عسل یو ډول ماده لري، چې د پوستکي د خرابولو، چاودلو، شونډو د چولواو د ټول بدن لپاره بهترین کریم دی.

۳.شات د وینې پوره کولولپاره او همدارنګه د معدې د ناروغیولپاره ډېر ښه دارو درمل دي. په عسلوکې دوه ډوله انرژي شتون لري:

الف. ګلوکوز: دا لنډمهاله انرژي ده، دا انرژې ډېر ژرپه بدن کې خپریږي،او اغېزې یې ډېرژرجوتيږي.

ب. فرکتوز: دا اوږد مهاله انرژي ده، ډېر بتي ده او تر ډېر وخت پوري دوام لري، او اغېزې يې تر ډېره مهاله پوري په بدن کي ځای لري.

۴.په مساوی اندازه سره عسل او ادرک ګډجوس که جوړ شي د ټوخي، زکام، د ستونې او د پزې د بهېدو لپاره تجربه شوي درمل دي.

۵.نیم ګرام تورمرچ د عسلو او ادرکوسره ګډکړئ، د سالنډۍ لپاره بهترینه درملنه ده.

۶.د خولې د هرډول ناروغۍ لپاره لکه دانې، سپین داغونه اویا (په خلې) او داسی نورو ناروغیو لپاره ښه علاج دی.

۷.زرګونوکلونو راهیسې عسل د زخمونولپاره استعمالیږي، چي تاریخ یې د ميلاد څخه د مخه ښودل شوی دی، دا ځکه چي په عسلو کي هیڅ ميکروب او جراثیم ژوندنه شي کولای.

۸.عسل په بدن کې(غوړ)اوقبض په مکمل ډول سره پای ته رسوي، که چيرې عسل سهارپه نهاره باندې په یوه ګلاس ګرموشیدوکې چې ۶ څاڅکي د زیرې تېل هم ور واچوۍ نوغوره درملنه او تجربه شوې دوا ده.

۹.په عام ډول سره دعسلوخوراک د انسان د بدن مقاومت د ناروغیوپه مقابل کي زیاتوي.

۱۰.د ویښتانوهر ډول ناروغیولپاره ګټه لري، لکه رژېدل، ماتېدل، تویدل او داسې نور. داپه هغه وخت کې ډېره فایده کوي، چې عسل د هوږي سره ګډ شي. عسل له پورته ګټو سربېره د طب له نظره لاندې مواد او ګټې هم لري:

د انګوروګلوكوز، قندي مواد، مېوه جات، پروتين،اوسپنه، پوتاشيم، سوديم، مګنيزم، فاسفورس،كلورائيډ، حبوبات، خوشبويه مواد او داسي نور ډېرموادلري، چې لا تراوسه نامعلوم دي. عموماپه طب كي عسل د تسمم د ناروغۍ، د وينې او د معدې د اضطراباتولپاره ډيراستعماليږي، همدارنګه د مغزو د كمزورتيا، د زړه د كمزورۍ، د مغزو د ارامولو، روماتيزم او اعصابولپاره ډيرګټوردي. خشكي، اسهال، د نس پړسوب، د ستوني خرابوالى، د كوچنيوچنجيانولپاره، د زيات كولسترول لپاره، د وينې د كمښت او داسې نورو امراضولپاره هم دوا ده. له تجربو وروسته ثابته شوې ده چې عسل لاندې ګټې هم لري.

۱.د كوچنيو چنجيانو لپاره ۷۰٪ سلنه مثبته نتيجه وركوي.

۲.دكولسترول لپاره ۶۶٪ سلنه په شپږو ورځوكې چې د وينې فشارهم ولري، درمل دي.

۳.د زخمونو لپاره ۶۶٪ سلنه.

۴.عسل د معدې د پړسوب لپاره ۱۰۰٪مثبته نتیجه ورکړې ده.

۵.د كېلې د ګل عسل۱۰۰٪ د وينې د كمښت لپاره ګټورثابت شوی دی.

د الله تعالی او د رسوالله صلی الله علیه وسلم د ویناوو تایید نن ساینس او طب ثابتوي، قران کریم او احایث د کل په ډول د ټولوعلومو بنسټ او اساس دی او د اکثرو علوموڅرکونه پکې شته دي.(۱۰: ۲ ــ ۳ مخونه)