شارخ خان له خپلو ۲۸ میلونه مینوالو مننه وکړه

د بالیووډ باچا شارخ خان په ټویټر له خپلو ټولو هغه مینوالو مننه وکړه، چې دې يې په ټولنیزو شبکو فالو کړی دی.

شارخ چې په ټویټر تل له خپلو مینوالو سره د شخصي او کاري ژوند په اړه مالومات شریکوي؛ لیکلي:

((تاسې ۲۸ میلونه مینوالو او باران سره ډیره مینه لرم. ستاسې له مینې، نظریاتو او ملاتړ څخه مننه. ټول خوښ اوسئ.))

د رپوټونو په اساس شارخ خان له امیتاب بچن څخه وروسته د بالیووډ دوهم لوی ستوری دی، چې په ټویټر تر ۲۸ میلونه مینوال لري.

شارخ خان د کټرینه کیف او انوشکا شرما په یو ګډ فلم کار کوي، چې په راتلونکې کې به خپور شي. د فلم نوم او د خپریدو نیټه لا هم نه ده اعلان شوې.