شارخ خان په اورګاډي کې ګرځي او«ریس» ته بازار ګوري

د بالیووډ ستوری شارخ خان د خپل فلم (ریس) د بازار موندنې لپاره سبا سهار له ممبي تر ډهلي په ریل ګاډي کې ځي.

د شارخ خان ریس او د هیرتیک روشن قابیل فلمونه په یوه ورځ خپریږي. د ریس فلم د بازار موندنې لپاره قوي مبارزه روانه ده.

شارخ خان چې د فلم د اعلاناتو او بازار پیدا کولو ښه فکر لري، سبا دوشنبه د خپلې ډلې سره یو ځای له ممبي تر ډهلي په اورګاډي کې ځي.

د خان سره د فلم پروډیسر ریتیش سیډواني او د فلم ډاریکټر راهول ډوهلکیا هم ملګري دي.

ریل ګاډۍ به په لاره کې په بیلا بیلو ځایونو لکه اندیري، بوريوالي، سورت، ودادورا، رتلام او کوټه، کې ودریږي او شارخ خان به له خلکو سره وغږیږي.

ریس به د روانې میاشتې په ۲۵ مه خپور شي. په فلم کې نوازالدین صدیقي او پاکستانۍ اداکارې ماهره خان هم کار کړی.

ریس فلم لیدو ته د شارخ خان ګڼ مینوال د انتظار شیبې شماري.