چهارشنبه , 24 اپریل 2024

شاهد او شردها خېمه نشيني پيل کړه

د بالیووډ دوو ښکلیو ستوريو شاهد کپور او شردها کپور چې د یوې کورنۍ غړي هم دي، ماڼۍ خوشې کړې او نن سبا په دښتو کې په ولاړو خېمو کې اوسي.

دوی مجبور دي چې خېمه نشين شي او هغه هم په داسې ځای کې چې هلته د ژوند لومړنۍ اسانتياوې هم په سختي پيدا کېږي.

شاهد او شردها تر حيدر فلم تر بشپړولو وروسته پرېکړه وکړه چې په بتي ګل، ميټر چالو فلم کې هم يو ځای راښکاره شي او د دې فلم لپاره بايد دوی ماڼۍ خوشې کړې وای.

دوی دواړه اوس د هند اترکهنډ ته رسېدلي او په یوه داسې سیمه کې یې اړولي چې د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې هم په اسانه نه پکې پیدا کېږي.

هندي رسنۍ لیکي، شاید شاهد او شردها په دې سیمه کې تر اپرېل میاشتې پاتې شي.

سرخط