پنجشنبه , 25 اپریل 2024

شاه روخ خان: د خپلو اولادونو لپاره سګریټ پریږدم

 

د هندي سینما شاه، شا ه روخ خان وايي، چې د خپلو بچیانو د ښې پالنې په پار له سګریټ څکولو او بلې هر ډول نشې څخه تیریږي.

هغه وايي، چې غواړي، خپلو ماشومانو ته ډیر وخت ورکړي او د هغوې سره ګډ ډیر وخت تیر کړي.

شا ه روخ خان وايي، چې دې غواړي بچي يې له ده څخه مثبت اغیزمن شي، نو د همدې لپاره د هر ډول نشه کولو څخه تیریږي.

شاه روخ خان اوس ۵۰ کلن دی. د هغه په باور، چې د یو ۵۰ کلن پلار لپاره پکار ده، چې د خپلو بچیانو د شخصي ژوند او غوښتنو څخه خبر شي.

هغه وايي، چې په نیشې پریښودولو سره به نه یواځې دا چې د بچیانو پالنې ته وزکار شي، بلکې خپل صحت به يې هم پام کړی وي.

د شاه روخ خان وروستی فلم (ریس) و، چې په کور د ننه او بهر يې ګڼ لیدونکي درلودل.