شردا کپور او باهوبلي ګډ فلم جوړوي

د هندوستان د تر ټولو کامیاب فلم باهوبلي فلم اداکار باهوبلي پرباس د ساهو په نوم په یو نوي اکشن فلم کار کوي.

د فلم لپاره د ښځینه اداکارې په سر خبرې روانې وي. د کټرینه کیف په شمول د ځینو نورو ادکارانو نومونه هم اخستل کیده.

خو وروستي خبرونه وايي، چې فلم ته شردا کپور اخستل شوې ده.

ساهو به د شردا کپور او باهوبلي لومړی هندي ګډ فلم وي، چې د راتلونکي ۲۰۱۸ کال په نیمایي کې به خپور شي.

د باهوبلي پرباس وروستی فلم باهوبلي ۲: پایله، و چې د بالیووډ کامیابترین فلم ګڼل کیږي.