د شمالي کوریا چارواکو د امریکا له مرستیال ولسمشر سره د خبرو په خاطر جوړ شوی پروګرام تر پيل یوازې څو شېبې مخکې لغوه کړ.
تمه وه د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون خور په جنوبي کوریا کې د روانو ژمنیو المپيکي لوبو پر مهال له مایک پنس سره وګوري.
د مایک پنس د دفتر رئیس نیک ایزر ویلي چې د شمالي کوریا چارواکو غوښتل مایک پنس په خبرو کې لږ نرمښت ښکاره کړي، خو چې کله ښاغلي پنس په شمالي کوریا کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه وغږېد د شمالي کوریا استازي ووتل او یا ښايي هغوی د خبرو په اړه له رښتیا زړه نهو ښه کړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هدر ناوئرت له دې چې د هغې په خبره د شمالي کوریا چارواکو له دې چانس ګټه پورته نهکړه، خواشیني ښودلې ده.